1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شولڅ : د ګرينلند الحاق او د پولو تغیر په زور سره امکان نلري

ګل غوټۍ پوپل | فارسی ډویچه ویله
۱۴۰۳ دی ۲۰, پنجشنبه

ترمپ ويلي دي چې امریکا ته د ګرینلنډ الحاق د متحده ایالاتو د ګټو له پاره ضروري دی. د جرمني صدراعظم ددغه سیاست په وړاندي د غبرګون په توګه یو خبري کنفرانس را وباله او ټینګار یې وکړ چې «پولو ته باید په زور تغیر ورنکړل سي.»

ګرینلنډ د پاسيفيک يا اطلس سمندر په شمال کی پروت دی او له ۱۸۱۴ م کال راهیسي په ډنمارک پوري اړه لري.
شولڅ ترمپ ته: د ګرينلند الحاق او د پولو تغیر په زور سره امکان نلريانځور: Soeren Stache/dpa/picture alliance

د پانامه د کانال او گرینلنډ د کنترول د په لاس راوړلو په هکله د امریکا د منتخب ولسمشر، دونالډ ترمپ له خبردارۍ وروسته، د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ، نړیوالو اصولو ته د درناوي د اړتیا په یادونې سره  وویل چې «سرحدونه په زور نه سي تغییریدلای»  او دا «د نړیوالې سولې د نظم یو له بڼسټونو څخه دی.»

ترمپ  په فلوریدا کې په خپل استوګنځای کی د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې پر دغې سيمې باندې د امریکا ولکه د ددغه هیواد د «اقتصادي امنیت» له پاره ضروري وبلله او ددې پوښتنې په جواب کې یې چې آیا ددغې پالیسۍ د پلي کولو له پاره حاضر دی چې له پوځي او یا هم اقتصادي فشار څخه استفاده وکړي، ښکاره جواب ورنکړ. هغه وویل: «زه له دغو مواردو څخه په یوه کې هم تاسو ته ډاډ نه سم درکولای.»

له پوځي ځواک څخه د ترمپ استفاده امکان نلري

په دې اړه د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر، ژان نوئل بارو په یوې مرکه کې د اروپا د قدرت د لا زیاتیدو پر اړتیا باندی د ټینگار په ترڅ کې وویل: «که زما څخه وپوښتئ چې ایا تصور کوم چې متحده ایالات به پر ګرینلنډ باندي برید وکړي، نو زما جواب منفي دی.»

ګرینلنډ د پاسيفيک يا اطلس سمندر په شمال کی پروت دی او له ۱۸۱۴ م کال راهیسي په ډنمارک  پوري اړه لري. د ډنمارک لومړي وزیر، مته فردریکسن په تکرار سره ټینگار کړی دی چې ګرینلنډ «د خرڅلاو وړ له پاره نه دی.» نوموړي د  TV2 ټلویزیوني شبکې ته ويلي چې دا تصور نه سي کولای چې د ګرینلڼد له پاره به د ترمپ طرحې یو وخت عملي سي. هغه یو وار بیا یادونه وکړه چې ګرینلنډ د هغه ځای په خلکو پوري اړه لري.

د یووالي اهمیت او د همږغۍ اقدام

اولاف شولڅ د ترمپ د څرګندونو په هکله له خپلو اروپايي ملګر سره په مشوره کې وویل: «د نه بدلیدونکو سرحدونو په اصولو کې ټول هیوادونه شامل دي، که هغه په ختیځ کې موقعیت ولري او که په لویدیځ کی.»

شولڅ زیاته کړه: «په دغه اصل کې باید هیڅ ډول شک او تردید موجود نه وي او نه سي کولای موجود وي.» هغه همدارنګه د ناټو سازمان د نړۍ د امنیت یو له اصلي ستنو څخه وباله.

د آلمان صدراعظم پر دې ټینگار وکړ چې باید په «قاطع او سنجول سوي» ډول د اروپا کړکیچڼ امنیتي وضعیت ته جواب ورکول سي:«دا باید د ګواښونو د ګډې اروزنې پر اساس وټاکل سي چې کومي پوځي هڅې ضروري دي.» هغه د خپلو څرګندونو په دوام، په دې برخه کې «د یووالي له اهمیت او د همږغی له اقدام» څخه یادونه وکړه.

ترمپ او د هغه لوړپوړي مشاور، ایلان ماسک په دا وروستیو کې په وار وار سره، د اروپایی هیوادونو د سیاست په هکله څرګندونې کړي دي. ترمپ د ناټو له غړو هیوادونو څخه غوښتي دي چې خپل دفاعي لګښتونه په بې ساري ډول زیات کړي او د ددغو هیوادونو له اوسني داخلي ناخالص تولید د ټاکل سوې اوسني کچې د دوه فیصدو پر ځای دي ، پنځه سلنه دفاع ته ځانګړې کړي.

ګل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب