1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شولڅ: اروپا اتحادیې ته د اوکراین او مولداویا د داخلیدو ډاډ

۱۴۰۱ مهر ۲۴, یکشنبه

د جرمني صدراعظم، اولاف شولڅ اوکراین او مولداویا او همدارنګه نورو کاندیدو هیوادونو ته د اروپا په اتحادیه کي د داخلیدو د ملاتړ وعده ورکړه.

Kongress der EU-Sozialdemokraten PES I Olaf Scholz
انځور: Carsten Koall/dpa/picture alliance

شولڅ د اروپا د سوسیال ډیموکراټانو(SPE) د کنګرې پر مهال پرون شنبه ( د اکتوبر میاشتي ۱۵ مه) په برلین کی پخپله بیانیه کي وویل، چي دغه دواړه او همدارنګه ګرجستان او د غربي بالکان هیوادونه په « موږ او اروپا پوري مربوط دي». 
شولڅ دغو ځینو هیوادونو ته ډیر کلونه دمخه لا اتحادیې ته د ورداخلیدو د امکاناتو ورکولو د وعدې یادونه وکړه، چي په خبره یې « اوس باید هغه بلاخره عملی سي.» 
هغه همدارنګه اضافه کړه، چي د اروپا د اتحادیې پراخوالی به په نړۍ کي »د هغه وزن لا پسي ډیر کړي«، چي دا بیا »د ټولو دپاره یوه ګټه او لاسته راوړنه« ده.
 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب