1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورتآلمان

شولڅ په سپورټ کې لوېدلی، نن ځينو غونډو ته نه ورځي

۱۴۰۲ شهریور ۱۲, یکشنبه

د آلمان لومړی وزير اولاف شولڅ د منډې پرمهال لوېدلی او »مخ يې ټپي« شوی دی. دغه خبره يوې حکومتي وياندې د شنبې په ماښام وکړه.

Scholz joggt auf der Internationalen Gartenschau
د آلمان لومړی وزير اولاف شولڅانځور: Bodo Marks/dpa/picture alliance

د آلمان لومړی وزير اولاف شولڅ د سپورټ پر مهال لوېدلی چې له کبله يې بايد د يکشنبې په ورځ په هېسن آيالت کې ځينې ليدنې کتنې »له بده مرغه لغوه« کړي. خو د رسمي څرګندونو په حواله په راتلونکو اوونيو کې مسئوليتونه »د دې پېښې تر اغېز لاندې نه راځي.«

د يکشنبې په ورځ شولڅ د کورنيو چارو وزيرې نېنسي فيزر له خوا باد هومبورګ ته بلل شوی و چېرته چې انتخاباتي منډې ترړې پيلېدونکې دي. فيزر د سوسيال دموکرات ګوند غړې ده چې د اکتوبر په ۸مه آيالتي انتخاباتو ته ودريږي، په داسې حال کې چې په اوس وخت کې په هېسن کې له سوسيال دموکراتانو پرته يو تور- زرغون ائيتلاف حاکم دی.

لومړی د »فرانکفورتر روندشاو« ورځپاڼې خبر ورکړ چې د المان صدراعظم په سپورټ کې د يوې حادثې له کبله په هېرينګن سیمه کې له عامو وګړو سره خبرې اترې لغوه کړې وې. ورځپاڼې د سوسيال دموکرات ګوند د استازي ميشايل روت په نقل قول سره ليکلي ول چې د آلمان د لومړي وزير »وضعيت ډېر ښه نه دی.«

وروسته معلومه شوه چې شولڅ غواړي د يکشنبې په ورځ استراحت وکړي، خو ورپسې خپلو مسئوليتونو او دندو ته دوام ورکوي.

آژانسونه: ن.ص/ش.ن

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب