1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

شيدې او مرخيړي د کومو مرضونو درمل کيږي؟

۱۳۹۷ مهر ۱۰, سه‌شنبه

آیا پوهيږئ چې شيدې او مرخيړي څه ورته والی سره لري؟ دواړه په وينه کې د شکري اندازه باانډوله ساتي او په دې توگه د شکر او نورو ناروغتياو مخه نيسي.

Champignon
انځور: Colourbox

مرخیړي په خپل جوړښت کې پروبيوتک دي. پروبيوتک هغه خوراکي توکو ته ويل کيږي چې په کولمو کې موجود گټور باکترياوې له منځه نه وړي، بلکې د هغوی په وده کې مرسته کوي. دا خبره د امريکا متحدو ايالاتو د  پينسلوانيا پوهنتون څيړونکو موندلې ده. څيړونکو په بدن کې پر گلوکوز يا شکرې د مړخيړو اغير مطالعه کړی دی.

پر موږکانو ترسره شوې يوې څيړنې ښوولې ده چې د سپينو مرخيړيو خوراک د دوی په کولمو کې د ځینو خاصو باکترياو پر وده مثبت اغیز کړی. دا باکترياوې بيا داسې مواد توليدوي چې په بدن کې د شکرې پر توليد اغیز لري.

کارپوهان له همدې امله په دې آند دي چې مرخیړي په تیره بيا هغو کسانو ته گټه رسولی شي چې په ديابت يا شکر اخته دي.

سهار يو گلاس شېدې څښل ټوله ورځ شکره ټيټه ساتيانځور: Colourbox

 خو نه يوازې مرخیړي د شکري مريضانو ته گټه لري، بلکې شيدې هم. شيدې د شکرې پر مقدار ښه اغیزه کوي، ځکه څوک چې سهار شيدې وڅښي ټوله ورځ یې په وينه کې د شکرې اندزاه ټيټه وي.

دا له هغو څيړنو څخه څرگنده شوې ده چې د کاناډا په تورنتو او د گويلف پوهنتونو کې ترسره شوي دي.

څيړونکو موندلې ده چې په شيدو کې ځيني ځانگړي پروتين په کولمو کې هارمون خارجوي چې دا هارمون بيا د هضم پروسه سستوي چې پايله یې د موړوالي احساس دی. یعني انسان تر ډیره د لوږې احساس نه کوي.

د دې څيړونو يوه غړي ډاکتر ايچ. دوگلاس گف وويل: «دې څيړونو وښووله چې د سهار د ناشتې پر وخت د شيدو څښل څومره مهم دي څو د نشاستې هضميدل ډير وخت ونيسي او په دې توگه په وينه کې د شکرې کچه ټيټه وساتله شي.»

Larissa Warneck (B.S/N.Z)

زموږ له آرشيف ځخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب