1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شي جين پينګ: اوس هیڅوک چين نه شي ويرولی

۱۴۰۰ تیر ۱۰, پنجشنبه

د چين کمونيست ګوند په تيانانمن ميدان کې د جنګي الوتکو په نمايشي پروازونو سره د دغه ګوند د جوړيدو سلمه کلیزه ولمانځله. د چين ولسمشر په دې ترڅ کې وويل چې دښمنان به یې له وسپنيز مقاومت سره مخ شي.

China 100. Jahrestag der Kommunistischen Partei
انځور: Li Xueren/XinHua/dpa/picture alliance

ولسمشر شي جين پېنګ د پنجشنبې په ورځ په پېکنګ کې د چين د خلکو ګوند (سي سي پي) د تاسيس د ۱۰۰ کلیزې په مناسبت وينا پر وخت په ډېره ثابته او کلکه لهجه څرګندونې وکړې.

نوموړي په تيانانمن ميدان کې د خلکو يوې ډېرې سترې غونډه ته وويل چې «هغه وخت پای ته رسېدلی چې چينايان به وژل کيدل او يا به تهديدل.»

د خلکو د کلک هرکلي په ترڅ کې نوموړي زياته کړه: «که هر څوک داسې کومه هڅه کوي نو سر به یې هغه وسپنیز ديوال مات کړي چې ۱،۴ میلياردو چينايانو جوړ کړی دی.»

هغه وويل: «د چين د خلکو نوی شانداره ژوند پر دې تاريخي لويه لاره روان دی او د دې راستنول امکان نه لري.» شي جين پېنګ زياته کړه چې په تېرو سلو کلونو کې کمونيست ګوند نه يوازې په میليونو انسانان له بې وزلۍ را وايستل بلکې عصري او ښيرازه ښارونه یې هم جوړ کړل.«

نوموړي زياته کړه: «چينايان نه يوازې خپل پخواني وخت ته په ماته ورکولو کې مهارت لري بلکې یوه نوې نړۍ یې هم رامنځته کړې ده. او يوازې همدا سوسيالیستي نظام چين ژغورلی شي.»

د هيواد د امنيت په اړه څرګندونو پر وخت هغه وويل چې «هېواد یې اړتيا لري چې د دفاع او پوځ د عصري کولو عمل نور هم چټک کړل شي.»

شي جين پېنګ د تايوان د «بيرته يوځای» کولو ژمنه وکړه

نوموړي د تايوان په اړه وويل چې غواړي خپل اتحاد بشپړ کړي او هره هغه هڅه به له منځه يوسي چې له چين څخه د دې ټاپو د آزادولو له پاره کيږي.

تايوان د شي تر وينا لږ وروسته غبرګون وښود او ویې ویل چې د خپلې ځمکنۍ بشپړتيا او ديموکراسۍ د ساتنې هوډ یې بدلون نه شي موندلی.

په ۱۹۲۱م کال کې د چين د خلکو ګوند بنسټ کيښودل شوانځور: Ng Han Guan/AP/dpa/picture alliance

د سلمې کلیزې لمانځل

د پيکنګ په مشهور تيانانمن ميدان کې په جوړه شوې دې ستره غونډه کې د ولسمشر پر وينا سربيره په زرونو سندرغاړو له خپلو ډلو سره يوځای مارش وکړ او د وطن نغمې یې وغږولې.

د مراسمو په ترڅ کې د چين جنګي او څرخي الوتکو پروازونه وکړل او بېلا بېلې وړتياوې يې نندارې ته وړاندې کړې. پر دې الوتکو د خلکو د ګوند د بيرغ ترڅنګ ۱۰۰ ليکل شوې وه.

وينا ته د خلکو غبرګون

د بشري حقونو فعال او وکيل تينګ بياو له دويچه ويلي سره په خبرو کې وويل چې شي جين پينګ د کمونيست ګوند د سياسي اډيالوژۍ په اړه د «تل په څېر شعارونه» ورکړل. خو هغه وويل چې دا ډول «سياسي بحثونه هیڅ عملي معنا نه لري.»

په چين کې د اويغور مسلمانانو په اړه د ايران او ترکیې متفاوت دريځونه

تېنګ زياته کړه چې د تاريخ او نظريو په اړه د شي جين پېنګ توضیحات له منطق او دليل څخه خالي دي. هغه زياته کړه چې د دغه ګوند د نظريو او تاريخي کړنو ترمنځ ډېر تضاد موجود دی.

د شي جين پېنګ ځواک

د خلکو د ګوند مشر ماو څيدونګ په ۱۹۴۹م کال کې د کورنۍ جګړې په جريان کې د چين د ولسي جمهوريت بنسټ کيښود.

تر ماو وروسته شين جين پينګ د هېواد د يوه ځواکمن مشر په توګه راڅرګند شو.

نوموړی چې اوس له اتو کلونو راهيسې پر واک دی، د بهرني او داخلي سياست په برخه کې يو شمیر اصلاحات معرفي کړي. نوموړي همدا راز د فساد پر ضد يو کمپاين پيل کړ او په هيواد کې يې د مختلف يا مخالف نظر خاوندان خاموشه کړل.

نوموړي همدا راز د کمربند او سړک د پراختيايي پروژو په پيل سره ډېر نړيوال نفوذ ترلاسه کړ.

پر نوموړي د ايغور مسلمانانو سره د چلند له وجې سختې نيوکي هم کيږي. ويل کيږي چې د چين دولت د ايغور مسلمان اقليت غړي د «روزنې» په کمپونو کې ساتي چې د بشري حقونو ټولنې پرې سخت انتقادونه کوي او وايي چې دغه مسلمانان هلته شکنجه کيږي.

ب. ص/ ن. ز (AP, Reuters, AFP)

زموږ له آرشيف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب