د چین ولسي کانګرې د چین د کمونيست ګوند مشر او عمومي منشي شي جین پینګ د دریم ځل له پاره د ولسمشر په توګه تایید کړ. لکه څنګه چې تمه کېده، د بېجینګ په ولسي لوی تالار کې د دوی په روانې کلنۍ غونډه کې نږدې درې زره غوره شوي استازو د هغه د پنځه نورو کلونو غځولو مودې له پاره رایه وکارول. شي، په ۲۰۱۸ کال کې پخپله د دې له پاره لاره هواره کړه او د دوې دورې ولسمشریزې مودې محدودیت یې لېرې کړ.
په دې اړه اړوند مطلب: چين د «نړۍ د امنیت» خپل نوښت خپور کړ
د چين ٦٩ کلن رهبر د تير کال په اکتوبر مياشت کې د ګوندي کنفرانس په ترڅ کې د عمر هغه محدودیتونه چې په پخوانيو دورو کې مراعات کېدل، لغوه کړل او د ګوند د اصولو په بدلولو سره يې دایمي مشري پر غاړه واخيسته.د هغه ځانګړې رهبري د چین د کمونيست حکومت بنسټ ایښودونکي «مائوتسه تونګ» د دورې یادونه کوي چې البته په دې هېواد کې د ګډوډي رامنځته کولو پایله لرله. «شي» د پوځي کمېسیون د مشر په توګه هم تایید شو، په دې توګه د چین د «خلکو ازادي پلوه پوځ»مشر په توګه پاته کېږي.
په دې اړه اړوند مطلب:د چین لوی ډیپلوماټ د امریکا سره د خبرو اترو غوښتنه کړې
د حزب کلنۍ ناسته چې تر راتلونکې دوشنبې ورځې پورې به دوام وکړي، دا به په ۱۰کلونو کې د حکومت تر ټولو لوی بدلون وي، په ځانګړې توګه د شي جین پینګ نږدې کسانو ته به لوړ دولتي پوستونه ورکړي. ټاکل شوې چې د ګوند پخوانی مشر لي کیانګ د شنبې په ورځ (د مارچ ۱۱) د نوي صدراعظم په توګه اعلان شي. دغه ۶۳ کلن د «لي که کیانګ» ځای ناستی کېږي چې د شي جین پینګ په اردو کې نه و او له دوې دورې وروسته استعفا کوي.
کرونا او زیانونه یې غلي پاتې شول
هغه څه چې په دې غونډه کې له پامه وغورځول شول د کرونا ويروس سره د مبارزې په برخه کې د شي جين پينګ سیاست وو. هغه هم د کرونا له کلکو محدودیتونو او اوږدې مودې راوروسته د ګوند په لومړۍ لویه غونډه کې له عمومي اعتراضونو سره مخ شو.چین نيږدې درې کاله د د ډېرو ازموینو، د نه زغملو قرنطین مقررات او د سفر له محدودیتونو سره د ټولنیز او اقتصادي ژوند د جدي پایلو خورا سخته پالیسي تعقیب کړه.
کرونا کوم هيواد کي کوم شمېر کسان وژلي؟ ـ انځوريز راپور
د کرونا له ویروس څخه د ( ۲۰۲۰ م کال د مارچ تر ۷ نیټې پورې) په تر سلو ډیرو هیوادونو کې تر ۱۰۰ زرو ډیر انسانان اغیزمن شوي دي. په دغه انځوريز راپور کي په بيلو هیوادونو کې د دې وبا وضعیت ته یوه لنډه کتنه شوې:
انځور: AFP/S. Tumbalekaپه چين کې د ۲۰۲۰م کال د مارج میاشتې تر ۷ نیټې پورې ۸۰۸۱۳ تنه د کرونا پر ویروس اخته او تر ۳۰۷۰ تنو ډیرو یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
انځور: AFPپه سویلي کوریا هیواد کې د ۲۰۲۰م کال د مارج میاشتې تر ۷ نیټې پورې ۷۰۴۲ تنه د کرونا پر ویروس اخته او ۴۴ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. پر دغه ویروس د اخته کسانو ۱۳۵ تنه یې بیرته رغیدلي (صحت مند) شوي دي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/K. Jun-boemپه ایران کې د ۲۰۲۰م کال د مارچ میاشتې تر ۷ نیټې پورې ۵۸۲۳ تنه د کرونا پر ویروس اخته شوي او ۱۴۵ تنو یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په داسې حال کې چې پر دې ویروس د اخته کسانو له ډلې څخه ۹۱۳ تنه یې بیرته رغیدلي دي.
انځور: picture-alliance/Zumapress/R. Fouladiپه ایټالیا کې د ۲۰۲۰م کال د مارج میاشتې تر ۷ نیټې پورې ۴۶۳۶ تنه د کرونا پر ویروس اخته شوي او ۱۹۷ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او پر دې ویروس د اخته کسانو له ډلې څخه ۵۲۳ تنه یې بیرته صحت مند شوي دي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/LaPresse/C. Furlanپه آلمان کې د ۲۰۲۰م کال د مارج میاشتې تر ۷ نیټې پورې ۶۷۰ تنه د کرونا پر ویروس اخته شوي، تر اوسه پرې هیڅوک نه دي مړه شوي او ۱۷ تنه یې بیرته صحت مند شوي دي.
انځور: Reuters/W. Rattayپه فرانسې کې د ۲۰۲۰م کال د مارج میاشتې تر ۷ نیټې پورې ۶۵۳ تنه د کرونا پر ویروس اخته ، ۹ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۲ تنه یې بیرته صحت مند شوي دي.
انځور: Getty Images/AFP/F. Nascimbeniپه جاپان کې د ۲۰۲۰م کال د مارج میاشتې تر ۷ نیټې پورې ۴۲۰ تنه د کرونا پر ویروس اخته ، ۶ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۴۶ تنه یې بیرته صحت مند شوي دي.
انځور: picture-alliance/AP/The Yomiuri Shimbunپه هسپانیا کې د ۲۰۲۰م کال د مارج میاشتې تر ۷ نیټې پورې ۴۰۱ تنه د کرونا پر ویروس اخته ، ۵ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۲ تنه یې بیرته صحت مند شوي دي.
انځور: Reuters/S. Perezپه امریکا کې د اخته کسانو شمیر ۳۳۸ او ۱۶ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی، ۸ تنه بیرته صحتمند شوي دي. په کاناډا کې بیا د اخته کسانو شمیر ۵۴ او ۸ تنه بیرته صحتمند شوي دي.
انځور: picture-alliance/AA/T. Coskunپه سويس هیواد کې د اخته کسانو شمیر ۲۱۴ او یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی دی، ۳ تنه بیرته صحتمند شوي دي.
انځور: picture-alliance/dpa/G. Kefalasپه بریتانیې کې د اخته کسانو شمیر ۱۶۴ او دوو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی، ۸ تنه بیرته صحتمند شوي دي.
انځور: picture-alliance/empics/PA Wire/S. Parsonsسینګاپور، هانګ کانګ او تهایلنډ
په سینګاپور هیواد کې د اخته کسانو شمیر ۱۳۰ او ۷۸ تنه بیرته صحتمند شوي دي. په هانګ کانګ هیواد کې د اخته کسانو شمیر۱۰۸ او دوو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی- ۵۱ تنه بیرته صحتمند شوي دي. په تهایلنډ هیواد کې د اخته کسانو شمیر۵۰ او یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی دی- ۱۳ تنه بیرته صحتمند شوي دي.
انځور: Getty Images/AFP/A. Wallaceهالنډ، بلجیم، ناروې، اتریش او سویډن
په اروپایې هیواد هالنډ کې د اخته کسانو شمیر۱۲۸، په بلجیم کې ۱۰۹ په ناروې کې ۱۰۸، سویډن کې ۱۰۱ او اتریش کې ۶۶ دی. په هالنډ کې یو تن مړ شوی او په بلجیم کې بیا یو تن صحتمند شوی دی.
انځور: Reuters/J. P. Pelissierافغانستان، هند او پاکستان
په افغانستان کې ۴ تنه د کرونا پر ویروس اخته دي. په پاکستان کې ۶ تنه اخته او یو تن بیرته صحتمند شوی دی. په هند کې ۳۱ تنه اخته او ۳ تنه یې بیرته صحتمند شوي دي.
انځور: picture-alliance/AP/A. Solankiتر ۲۰۲۰م کال د مارچ میاشتې تر ۷ نیټې پورې دا ویروس د نړۍ په تر سلو ډیرو هیوادونو او ټولو براعظمونو کې خپور شوی دی. پر دې ویروس د اخته کسانو مجموعي شمیر ۱۰۲۴۶۹ تنو ته رسیدلی، په داسې حال کې چې د دې ویروس له امله د قربانیانو شمیر ۳۴۹۱ تنو رسیدلی. د هغو ناروغانو شمیر چې بیرته روغ یا صحتمند شوي دي ۵۷۴۴۴ دی.
انځور: AFP/Ministry of Civil Aviation په نومبر میاشت کې په چین تر ټولو لوی عامه لاریونونه ترسره شول چې اند د «شي» د استعفا غوښتنه هم پکې کېدله. دغه لاريونونه چې په تيرو لسيزو کې په ساري ول، حکومت يې په چټکۍ سره دې ته اړ کړ چې د کرونا بندیزونه ليري کړي. له دې سختو بندیزونو سره سره په دغه هيواد کې په میلیونونو خلک په دې ناروغۍ اخته او زرګونه مړه شوي دي. چینايي چارواکو تر اوسه د تلفاتو دقیق شمېر نه دی په ډاګه کړی.