شي جين پينگ د چين جمهور رئيس سو
۱۳۹۱ اسفند ۲۴, پنجشنبهشي جين ۵۹ کلن دی او د ۲۰۱۲ کال د نوامبر په میاشت کې د هوجین تاو پر ځای د کمونيست گوند د مشر په توگه وټاکل شو. تر دې وروسته هغه ته همداراز د ولسمشر خطاب هم ورکړل شو.
د ۲۹۶۱ استازو له ډلي څخه ۹۹.۷ سلنه استازو د شي جين په گټه رایې ورکړې او هغه یې دې مقام ته ورساوه.
تر دې دمخه د پنجشنبې په ورځ د چین د پارلمان استازو د یوه داسي پلان په حق کې مثبته رایه ورکړه چې له مخې یې د دې هیواد په وزارتونو کې یو څه بدلونونه راځي. دغو استازو همداراز شي جين د چین د دولتي پوځي کمېټې د مشر په توگه وټاکه او لي یوان چاو د هغه د مرستیال په توگه وټاکل شو.
د چین په وزارتونو کې د نویو بدلونونو له مخې د دې هیواد د اورگاډو وزارت له منځه ځي. پر دې وزارت باندي د اداري فساد تورونه هم لگول شوي دي.
شي جين د نوامبر په میاشت کې د چین د کمونيست گوند د مشر په توگه ټاکل شوی وو. دغه ۵۹ کلن سیاستوال اوس د چین د کمونيست گوند د تر ټولو لوړپوړي چارواکي په توه وټاکل شو.
تر هغه وروسته چې شي جین د چین د ولسمشر په توگه اعلان شو، هغه د دې هیواد له پخواني ولسمشر سره لاس ورکړ. دغه مراسم په ژوندۍ بڼه د تلویزیون له لارې خپرېدل.
پر شي جين سربیره د چین د کمونيست گوند د مشري له پاره پنځه تنه نور سیاستوال هم نومول شوي ول، خو هغوی و نه توانیدل چې دغه مهمه دنده ترلاسه کړي.
د چین د قانون له مخې یو ولسمشر یوازې د دوو دورو له پاره مشري کولای شي. هوجین تاو چې اوس اویا کلن دی، دغي دوې دورې يې پوره کړي وې.
کله چې شي جين په نوامبر میاشت کې د چین د کمونيست گوند مشر شو، هغه سمدستي د اداراي فساد پر ضد خپله مبارزه پیل کړه. ډیر شمیر چینایان په دې هیله دي چې شي جين به په چین کې یو شمیر بنیادي بدلونونه راولي.