1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شټاین مایر: تر کرونا وروسته به نړۍ بل ډول وي

۱۳۹۸ اسفند ۲۶, دوشنبه

د آلمان جمهوررييس د کرونا بحران ته په کتو سره د اروپایانو څخه د یووالي او یو له بل سره د نژدې پاته کیدو غوښتنه وکړه. په خبره یې، کرونا ويروس سرحدونه نه پيژني او يوازې په گډه سره یې مخ نيول کیدلی سي.

Bundespräsident Steinmeier besucht Zwickau
انځور: picture-alliance/dpa/S. Kahnert

جمهوررييس فرانک والټر شټاین مایر نن دوشنبه (د مارچ میاشتي ۱۶مه) د «ټي انلاین» سره په مرکه کي وویل: «د خپلو سرحدونو مؤقتي تړل عاقلانه او ضروري دي، خو د کرونا ویروس اصلأ سرحدونه نه پیژني او په اصطلاح د هيڅ دولت تابعیت نه لري. ځکه نو که اوس څوک (یو دولت) یوازي د خپل ځان په فکر کي وي او ددغه ساري مرض د راپیدا کیدو علت پر نورو باندي وراچوي، دا یوه ډیره خطرناکه لار ده، چي تر گټي به یې تاوان ډیر وي.« هغه وويل: «واضح خبره ده ، چي یوازي په گډه سره د کرونا پر ویروس باندي بریالي کیدلای سو.«

شټاین مایر همدارنگه وویل: «د کرونا بحران موږ د یوه لوی چلنج سره مخامخ کړي یو. اوس نو دا زموږ په لاس کي ده، چي په داخل او خارج کي یووالی او همبستگي غالبه کیږي او یا دا چي خودخواهي به غالبه کیږي او هرڅوک به د ځان لپاره کارکوي.» په خبره یې «تر کرونا وروسته به نړۍ بل ډول وي. خو دا چي هغه به کومي خواته ځي، دا په موږ پوري مربوطیږي.«

انځور: epd/O. Dietze

فرانک والټر شټاین مایر دا هم  وویل، چي د کرونا ویروس د پراخیدو د مخنیوي په خاطر لازمه ده، چي «زموږ په ورځني عادي او کاري ژوندانه کي په عاجل ډول سره محدودیتونه رامنځته سي. د کرونا ویروس له وجي زموږ دیموکراسي د یوه داسي سخت چلنج سره مخامخ ده، چي زموږ نسل هیڅ نه وه مشاهده کړې.»  شټاین مایر اضافه کړه: «لیبراله ټولني د فردي ژوندانه او ازاد تگ راتگ سره عادت سوي دي او دقیقأ په همدغو ساحو کي به  اوس د مؤقت وخت لپاره  محدودیتونه رامنځته سي، ترڅو نور په نظر کی ونیسو او په خطر کي یې وا نه چوو.»

د شټاین مایر په خبره کرونا د دې سره هم کومک کوي، چي احتیاط کول زده کړو او د نورو مراعت وکړو. همدغه د «همبستگۍ او یووالي تجربې د داسي یوه  بحران پر وخت، چي موږ پخوا هیڅ وخت نه یو ورسره مخامخ سوي، کولای سي زموږ ټولنه نوره هم تقویه کړي.« 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب