شټاین مایر د اقلیمي تغیر سره د قاطع مبارزې غوښتنه وکړه
۱۴۰۱ آبان ۱۲, پنجشنبهاعلان
د کویتو څخه د لیدني کتني پر مهال هغه هلته ۲۵ کاله دمخه امضأ سوی د مضره گازونو د کمیدو تړون ته اشاره وکړه. هغه د دوشیشا په مشهوره پوهنتون کي د وینا پر وخت وویل، چي د کویتو د پروتوکول روح باید ژوندی وساتل سي.
شټاین مایر امیدواري ښکاره کړه، چي د مصر په شرم الشیخ کي په څو راتلونکو ورځو کي شروع کیدونکی د اقلیم ساتني کنفرانس کي به د دې جرأت پیدا او فیصله به پکښي وسي، چي د مځکي د کرې د تودیدو د مخنیوي پخاطر په پاریس او گلاسکو کي د اقلیم ساتني د تیرو کنفرانسونو فیصلې بلاخره عملي سي.