1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شټاین مایر د بین المللي پیوستون غوښتنکی سو

۱۴۰۱ شهریور ۳۰, چهارشنبه

پر اوکراین باندي د روسیې حملې ته په کتو سره د المان جمهوررئیس، فرانک والټر شټاین مایر د دیموکراسۍ او بین المللي حقوقو د ګډي دفاع غوښتنکی سو.

Bundespräsident Steinmeier in Mexiko
انځور: Bernd von Jutrczenka/dpa/picture alliance

شټاین مایر د مکسیکو په سنا کي د یوې بیانیې پروخت وویل، څوک چي د سرحد ماتولو کوښښ کوي او یا د یوه هیواد د خاوري اشغال او نیول نورمال ښکاره کوي، هغه په اصطلاح د زیوراتو د جعبې خلاصیدو ته لار خلاصوي، کوم چي بلاخره ټوله دنیا ته خطر پيښوي. 

په خبره یې «دیموکراتیکه نړۍ» باید د تجاوز په مقابل کي سره یو سي. او یوازي په ګډه سره دا امکان موجود دی چي سوله وساتل او یا بیرته تأمین سي. 
شټاین مایر په مکسیکو کي د خپلي وینا پر وخت د اقلیمي تغیر پرضد هم د ګډي مبارزې غوښتونکی سو.  
 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب