1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شټاین مایر: موږ د خارجي پسمنظر یو هیواد یو

۱۴۰۱ آذر ۶, یکشنبه

د آلمان جمهوررئیس، فرانک والټر شټاین مایر نن یکشنبه المانۍ - ترکۍ لیکوالې، امینه سوگي اوزدامر ته د مانهایم- شیلر جایزې د ورکولو پر وخت د مهاجرینو د زحمتونو، کار او فعالیت څخه قدرداني وکړه.

Deutschland Bundespräsident Steinmeier mit Kissinger-Preis geehrt
انځور: Julia Nikhinson/APPhoto/picture alliance

هغه وویل چي « موږ د خارجي سابقې او پسمنظر یو هیواد یو، او داسي هم باید وای. خو هغوی زموږ هیواد او موږ پخپله هم تغیير کړو». 
شټاین مایر ټینگار وکړ، چي بې له مهاجرینو او دلته د راغلو انسانانو د کار او زحمت څخه به تر جهاني جنگ وروسته زموږ ټولنه اوسني اسایش او هوسایني ته نه وای رسیدلې: « دوی ټولو زموږ کلتور، زموږ موسیقي، ادبیات، خوراکونو او زموږ د ژوندانه عادتونو ته تغیير ورکړ او غني یې کړه. هغوی جرمني په یوې پرانیستي او رنگارنگې جامعې باندي تبدیل کړ.»  

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب