شټیرنبیرگ د جمعې په ورځ (د سپتمبر ۲۹ مه) په پراگ کي وویل: «خاصتأ همدا موږ عیسویان چي ریښه مو له ایمان څخه سرچینه اخلي، باید د ادیانو ترمنځ ډیالوگ تقویه کړو، خصوصأ کله چي موږ درک کړو، چي زموږ په شاوخوا کي د اسلام څخه بیره موجوده ده. په غیر د هغه به داسي یو حالت او فضأ رامنځته سي، چي نور به یې کنټرولولای نه سو.«
شټیرنبیرگ همدارنگه وویل: «د دې په مقابل کي ودریږئ چي که اسلام په عمومي ډول سره تر پوښتني لاندي راسي او په بده سترگه ورته وکتل سي.«
د مهاجرت سیاست ته په کتو سره شټیرنبیرگ وویل: «زه په دې باندي ډیر خوشاله یم چي د جرمني د حکومت له پاره مهاجرین اوس هم یوه بشري موضوع ده او نه یوه مالي او یا د داخلي امنیت موضوع.«
ده ټینگار وکړ چي «د جرمني هیڅ یوه صدراعظم د ۲۰۱۵م کال په دوبي کي نه سوای ویلای چي موږ سرحدونه تړو. په دغه کال کي د سرحدونو خلاصیدل تر نن ورځي پوري زه یو بشري عمل بولم.«
د مسلمانانو له پاره لس بهترين هیوادنه
سږ کال «ګلوبل اسلامک انډیکس» د نړۍ په ۷۳ هیوادونو کې د حلال اقتصاد، خوراک، سفر، درمل، سینګار او رسنیو وضعیت تر ارزونې وروسته یوه درجه بندي کړې. د مسلمانانو له پاره لس په زړه پوري هیوادونه په دې انځوریز رپوټ کې لیدلی شئ. انځور: Imago/J. Jeske مالیزیا سږ کال هم په دې درجه باندۍ کې د ۱۲۱نمرو په ترلاسه کولو سره د دې لیست په سر کې ځای نیولی دی. د «اسلامي اقتصاد» له اړخه هم دغه هیواد د ۱۸۹ نمرو په ترلاسه کولو سره لومړی مقام او د حلال سفري امکاناتو، حلال درملو او سینګار د وسایلو په حواله یې د شوې درجې بندۍ پر بنسټ په دویم مقام کې ځای نیولی.
انځور: Imago/imagebroker متحد عربي امارات په۸۶ نمرو سره د مسلمانانو له پاره دویم بهترين هیواد ګڼل شوی دی. د ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷م کلونو د اقتصاد شاخص له پلوه دغه هیواد دویم مقام ترلاسه کړی دی. په داسې حال کې چې د حلال خوراک، حلال سفر، ښایسته فیشن له درکه یې لومړی مقام ترلاسه کړی دی.
انځور: picture-alliance/Kai-Uwe Wärner بحرین په ۶۶ پوينټونو سره د ګوبل اسلامک انډکس یا شاخص په حواله په دریم مقام کې ځای نیولی. د اسلامي اقتصاد له پلوه هم په دریم مقام کې دی. دغه هيواد د حلال خوراک له پلوه په ۹ نمبره کې دی.
انځور: Getty Images/AFP/J. Eid سعودي عربستان په مجموع کې په ۶۳ بمرو سره په دې طبقه بندې کې په ۴ نمبر کې ځای نیولی. دغه هیواد د ښه فیشن او او تفریح له پلوه په لومړیو لسو هیوادونو کې نه دی شمیرل شوی.
انځور: picture-alliance/dpa/SPA د «ګلوبل اسلامک اکنومک انډیکس» په حواله د سعودي عربستان ګاونډی هیواد عمان په ۴۸ نمرو سره په پنځم مقام کې ځای نیولی دی. خو د ښاېسته فیشن او تفریح له پلوه دغه هیواد هم لکه د سعودي په شان په لومړیو لسو هیوادونو کې نه دی شامل.
انځور: picture-alliance/dpa پاکستان په دغه شاخص کې د ۴۵نمرو په ترلاسه کولو سره په شپږم مقام کې ځای نیولی. تیر کال دغه هیواد په پنځم مقام کې ځای لاره. د تهامسن رویټرز له خوا په جوړ شوي دې رپوټ کې راغلي چې په پاکستان کې د اسلامي اقتصاد په اړه اګاهي مخ پر ډیریدو ده. د حلال خوراک له پلوه پاکستان په دریم مقام کې ځای لري. خو د حلال سفر، ښایسته فیشن او تفریح له پلوه پاکستان هم په لومړيو لسو هیوادونو کې نه دی شامل.
انځور: picture-alliance/dpa/T.Koene خلیجې هیواد کويت په دې ردجه بندۍ کې په شپږم مقام کې ځای نیولی دی. د اسلامي اقتصاد په برخه کې په۵۱نمرو سره کویت له عمان هیواد سره په ګډه پنځم مقام ترلاسه کړی دی.
انځور: picture-alliance/AP Photo په دې درجه بندۍ کې قطر اتم مقام خپل کړی دی. د تیلو د زیرمو لرونکی دغه غني هیواد د اسلامي اقتصاد او حلال خوراک په برخه کې ښه نوم ګټلی او د سعودي عربستان برعکس د دغه لیست په لومړیو لسو هیوادونو کې شامل دی.
انځور: imago/imagebroker اردن د «ګلوبل اسلامک اکنومک انډکس» له خوا د ترسره شوي سروې پر اساس د ۳۷نمرو په ترلاسه کولو سره په نهم مقام کې ځای نیولی. د حلال سفر او حلال درمل او همدارنګه د سنګار د سامان الاتو له اړخه اردن مخکې دی، خو پکښې د حلالو خوړو د شتون له پلوه اردن هم په لومړیو لسو هیوادونو کې نه دی شامل.
انځور: picture-alliance/blickwinkel/F. Neukirchen اندونیزیا په ۳۶ نمرو سره په لسم مقام کې ځای لري. د اسلامي اقتصاد، حلال خواړو او سفر په اساس د انډونیزیا فعالیت ښه ارزول شوی دی. خو د ښایسته فیشن او تفریح په حواله د ځينو نورو اسلامي هیوادونو په څیر دومره په زړه پوری نه دی.
انځور: Getty Images/AFP/A. Berry اروپایې هیوادونه ښایسته فیشن او حلال تفریح په برخه کې د ګلوبل اسلامک اکنومک انډکس په حواله د تفریح په برخه کې بریتانیا پنځم نمبر، فرانسې اووم او آلمان اتم مقام ترلاسه کړی دی. د ښایسته فیشن په برخه کې ایټالیې پنځم او فرانسې ۷ مقام ترلاسه کړی دی.
انځور: Getty Images/AFP/A. Johnson