شپیګل: د يوې سوريايي جهادي ډلې غړي آلمان ته راغلي
۱۳۹۶ شهریور ۱۱, شنبهآلمانۍ مجلې «شپيګل» د آلمان د امنيتي ادارو د اطلاعاتو په حواله رپوټ ورکړی دی، چې د «اويس القرني لوا» اسلامپاله ډلې شاوخوا ۶۰ تنه جنګيالي د مهاجرو په توګه له سوريې څخه آلمان ته راغلي دي.
دغې ډلې په پیل کې د سوريې آزاد پوځ تر څنګ جګړه کوله چې وروسته يې خپله لاره بېله کړه او د القاعدې تررويستي شبکې سره نژدې ډلې «النصره جبهې» سره يو ځای شوه.
د خپور شوي رپوټ په حواله د دغې ډلې غړي «د ګڼ شمير سوريايي ملکيانو او عسکرو» په وژنو کې په لاس لرلو تورن دي. اوس مهال په آلمان کې د دغې ډلې د ۲۵ پخوانيو غړو په اړه قانوني څيړنې او پلټنې جريان لري.
«شپیګل» مجله ليکي چې د آلمان امنيتي ادارې په دې باور دي چې اوس مهال په آلمان کې د «النصره» ډلې له ديرشو څخه زيات غړي ژوند کوي، خو اکثريت يې تر اوسه پيژندل شوی نه دی او تر تحقيق لاندې لا نه دي نيول شوي.
د «شپيګل» مجلې د معلوماتو له مخې، د آلمان د اساسي قانون څخه د ساتنې ادارې، د دغو جهاديانو د پيژندګلوۍ او په اړه يې د تحقيقاتو کولو په موخه، د چارو د کارپوهانو يوه پروژه جوړه کړې ده.