د آلمان شپيګل مجله په خپلې نوې ګڼه کې د « آلمان د مهاجرت ادارې» په حواله خبر ورکوي چې د اروپا د مهاجرت په بحران کې په زرونو افغان طالب جنګيالي دغه هيواد ته راغلي دي.
شپيګل کاږي چې د آلمان لوي څارنوالۍ تر اوسه په دې اړه له ۷۰ څخه زياتو کسانو په اړه تحقيقات کړي دي. ۶ تنه يې په تحقيقي بند کې پراته دي.
په پام کې ده چې نژدې راتلونکې کې په برلين او کوبلنز ښارونو کې د هغو افغان مهاجرو په اړه لمړنۍ څيړنه پیل شي کوم چې ورباندې شک کيږي چې د طالبانو ډلې غړيتوب لري.
شپيګل مجلې د رپوټ پر اساس، د څو زرو افغان مهاجرو په اړه داسې شکونه شتون لري چې هغوی دې د طالبانو د ډلې پخواني غړي وي.
ولې پخوانۍ طالب جنګيالي؟
دغو کسانو په خپله د مرکو پر مهال دغه څرګندونې کړي دي. خو تر اوسه لا روښانه نده چې د دوي دغه ادعاوي به حقيقت ولري که نه.
ځینې افغان پناه غوښتونکي احتمالا په دا ډول څرګندونو سره تمه لري چې د پناه غوښتنې به يې ومنل شي او آلمان کې د يوې ښې راتلونکې انتظار کوي. همدا دليل دی چې دوي خپل ځانونه پخواني طالب جنګيالي معرفي کړي دي.
په داسې حال کې چې آلمان کې د «اسلامي دولت» يا داعش ډلې د احتمالي غړو په اړه تحقيقات روان دي، اوس د تحقيقاتي ادرو چارواکو تر ډيره خپل پام د احتمالي طالب جنګياليو په اړه څيړنو ته اړولی دی.
د فدرال آلمان يوه څارنوال تر دې دمخه د ورته مواردو په اړه خبرداری ورکړی وو. هغه د اسلامپالو په اړه د تحقيقاتو په اړه د زيات کاري فشار د شتون څخه شکایت کړی وو.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (20.07.2015):
د افغانستان پرونۍ او نننۍ څېره ډېره توپير لري
نژدې څلور لسيږي ترمخه افغانستان د مدرن کولو پر لور پياوړي پرمختگونه کول، خو د پخواني شوروي اتحاد په مداخلې، کورنيو جنگونو او طالبانو د دغه هیواد د مدرن کولو بهير په ټپه ودراوه. په دې انځوريز راپور کي د هغه وخت حال وگورئ.
انځور: Getty Images/AFPد افغانستان د معاصر تاريخ يوه برخه جنگ او ناآرامي ده، خو ډېر لږ وخت دمخه دغه هیواد د مدرن کولو پر لور گړندی پرمختگ کاوه.
انځور: Getty Images/AFPپه ۱۹۶۲م کال کي د کابل راډيو ودانۍ مخي ته دوې ځواني ښځي.
انځور: picture-alliance/dpaپه ۶۰ او ۷۰ مېلادي لسيزو په افغانستان کي د پرمختللو پوهنتونو جوړول، د نجونو زده کړي او اختياري حجاب د هغه وخت د پرمختگونو يوه بېلگه ده.
انځور: Getty Images/AFPتر دې دمخه د آتلانتيک خبري آژانس خبريال «آلن تيلور» د امريکا گانگرس کتابتون د انځورونو په خپرولو سره د افغانستان د هغه وخت حالت انځور کړ.
انځور: Getty Images/AFPپه ۱۹۶۷م کال کي د کابل هوايي ډگر مخ ته ځواني افغاناني.
انځور: picture-alliance/dpaپه ۷۰مه مېلادي لسيزه کي د آريانا افغان هوايي شرکت مېلمه پالي.
انځور: parsineخو په افغانستان کي د شوروي اتحاد په مداخلې، کورنيو جنگونو او طالبانو په راتگ سره د دغه هيواد د مدرن کولو بهير په ټپه ودرېد.
انځور: Getty Images/AFPپه ۱۹۷۵م کال کي د کابل پليتخنيک زده کوونکي.
انځور: Getty Images/Hulton Archive/Zh. Angelovپه ۱۹۸۰م کال کي د کابل ښار يو بازار.
انځور: Getty Images/AFPپه کابل کي د موټر جوړولو فابريکه. غالباً به دا جنگلک فابريکه وي.
انځور: Getty Images/AFPد ښايسته افغانستان پرون دغه شان وو.
انځور: Getty Images/AFPپه ۱۹۸۰مه لسيزه کي افغاني زده کوونکي.
انځور: Getty Images/AFPڅو کاله دمخه افغانستان او افغانانو ډېر آزام ژوند لاره.
انځور: Getty Images/AFP