1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآلمان

«شکمن جنسي تیری کوونکی باید اخراج شي»

۱۳۹۹ مرداد ۹, پنجشنبه

د آلمان د نورد راین ویستفالن ایالت په دورتمند ښار کې پر یوې ۱۳ کلنې نجلۍ تر جنسي تیري وروسته د دغه ایالت د مهاجرو چارو وزیر، د شکمن عامل له پاره چې یو افغان دی د سختو عواقبو غوښتنه کړې ده.

Symbolbild Tatort Polizei Absperrband
انځور: picture-alliance/dpa/K. Nietfeld

یو آخیم ستمپ د بېلد په نامه له آلمانۍ ورځپاڼې سره د پنجشنبې په ورځ په خبرو کې ویلي دي: «دغه ناوړه عامل بايد نه یوازې محکوم شي، بلکې تر بند وروسته مستقیما بیرته بايد خپل اصلي ټاټوبي افغانستان ته اخراج شي.»

د رسنیو د رپوټونو له مخې ۲۳ کلن شکمن عامل د تیرې جمعې په ورځ یوه ۱۳ کلنه نجلۍ په دورتمند کې په یوه کور کې بنده کړې او جنسي تیری یې پرې کړی دی.

دغه شکمن چې اوس په توقیف کې دی، په جون میاشت کې د یوې ۱۱ کلنې نجلۍ څخه د ناوړه استفادې شک هم پرې کیږي. د دغي نجلۍ تر شکایت وروسته هغه مهال د دغه کس د نیولو امر صادر شوی وو.

خو بیا وروسته د توقیف دغه امر بیرته وځنډول شو او شکمن کس آزاد شو. د دورتمند څارنوالۍ د چهارشنبې په ورځ په دې اړه وویل چې د جولای میاشتې پر دریمه نېټه د بندي کیدو د ارزونې په ورځ داسې شرایط رامنځ ته شول چې «هغه مهال د قرباني شوي کس د معلوماتو په هکله شک رامنځ ته کولی شو.»

زموږ له آرشیف څخه: 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل