شیرین عبادي: یوه ورځ به په ایران کي ډیموکراسي راسي
۱۴۰۱ آبان ۲, دوشنبه
د نوبل د جایزې ګټونکې ایرانۍ شیرین عبادي په ایران کي مظاهرو ته په کتو سره بیا هم د دغه هیواد د راتلونکي په هکله خوشبینه ده. خو وايي د ځوان نسل له پاره به دغه ډول خوشبیني پرته له اسلامي جمهوریته رامنځته سي.
اعلان
له ایراني مظاهره کوونکو سره د پیوستون له پاره د بشری حقونو د فلمونو فیستیوال، شیرین عبادي ته د دیموکراسۍ او آزادۍ افتخاري جایزه ورکړه. نوموړې ایرانۍ په ۲۰۰۳ م کال کي د لومړنۍ مسلماني په توګه د نوبل د سولي جایزه ترلاسه کړه. عبادي په یوې ویډیویي وینا کي وویل چي دا غواړي د دغي جایزې نقدي پیسې د ژینا مهسا امیني کورنۍ ته ورکړي. د دغي ۲۲ کلني کُردۍ مړینه په ایران کي له پنځو اونیو راهیسي د مظاهرو د رامنځته کیدو سبب سوه.
«شیرین عبادي د مظلوم ږغ پورته کوي»
د بشري حقونو د وکیلي په توګه ، شیرین عبادي د فعالینو نسلونه هڅولي دي. پګاه عدالتیان چي په خټه ایرانۍ ده وایی چي « عبادي په دې برخه کي له فکري مخالفینو ، ښځو، اقلیتونو او کوچنیانو څخه ملاتړ او د مظلوم ږغ یې پورته کړی دی». هغه زیاتوي: «د عبادي فعالیتونو په ایران کي د خلکو په شعور کي د بشري حقونو اصول وساتل. همدغه اساسي پرنسیپ د دې سبب سو چي نن ورځ ایرانیاني د آزادي او عدالت له پاره مظاهرې کوي». عدالتیان وايي: «زما څخه تل دا پوښتنه کیږي چي آیا دغه ښځي به د بریالیتوب کوم چانس ولري ، زه ورته وایم چي دا بې ځایه پوښتنه ده ، دا د هغوی حق دی.»
په ایران کي بیا هم د وژل کیدو پیښي او بندیګرتونه
خو دغه کسان چي د خپلو حقونو له پاره مبارزه کوي، له سختو خطرونو سره هم مخامخ وي. شیرین عبادي له دویچه ویلي سره په مرکه کي وایی:« چارواکي به هیڅکله په رسمي ډول دا ونه وایي چي څومره انسانان یې وژلي او یا هم بندیان کړي دي. دا په دې معنی چي موږ به هیڅکله پوه نه سو چي څومره انسانان لادرکه سوي او له هغوی سره څه ډول چلند سوی دی.«
د ایران د بشري حقونو د فعالینو د آژانس په حواله ، لږترلږه ۲۴۴ انسانان چي په هغو کي ۳۲ کوچنیان هم شامل دي د ایراني امنیتي ځواکونو له خوا وژل سوي دي. علاوه پر دې د بشري حقونو د سازمان په حواله د دغو مظاهرو له پیل راهیسي لږترلږه ۱۲ زره ۵۰۰ انسانان بندیان سوي دي.
اعلان
عبادي: «په اسلامي جمهوریت کي ځوانان هیڅ ډول راتلونکی نلري»
اوس دا پوښتنه رامنځته کیږي چي ، پر دا ټولو خطرونو سربیره چی ښځي ورسره مخامخي دي ، ولي بیا هم هغوی سړکونو ته راوزي او په عام محضر کي خپل پوړني ایسته کوي. شیرین عبادي وایي:« دغه ځوان نسل د تیر نسل په پرتله په ډیر څه پوهیږي. هغوی پوهیږي ، که اسلامي جمهوریت همداسي ادامه پیدا کړي ، نو هغوی به هیڅ ډول روښانه راتلونکی ونلري. موږ په اوس وخت کي ډیر تحصیل یافته ځوانان لرو ، خو ۴۰ سلنه یې لا کار نه سي پیدا کولای او هغو کسانو چي کار پیدا کړی کافي معاش نلري چي خپلي کورنۍ ته کافي نفقه برابره کړي. له همدې کبله واضح خبره ده چی هغوی سړکونو ته راوزي او مظاهرې کوي.»
د ایران دغه محبس د دې له پاره مشهور دی چي پکښي د حکومت د مخالفینو او منتقدینو نسلونه بندیان سوي دي. مشهور فلم جوړونکي او د جایزې ګټونکي جعفر پناهي او محمد راسولوف د نوموړي محبس له مشهورو بندیانو څخه شمیرل کیږي. د پناهي میرمن طاهره سعیدي د فردا له راډیو سره په مرکه کي دا خبره تأیید کړې چي هغوی داوړه ژوندي دي. خو د هغې د میړه له پاره د ژوند تر ټولو سختي شیبې دي.
آ./گ.غ.پ./ا.ا.
د ایران په زندانونو کې شکمنې وژنې
د ایران په زندانونو کې د زرګونه سیاسي زندانیانو سربیره چې د ایران د حکومت له لوري اعدام او په ډله ایزو قبرونو کې خاورو ته سپارل شوي دي، داسې سیاسي زندانیان هم شته چې په بند کې مړه شوي او مرګونه یې مشکوک ښوول شوي دي.
انځور: khaandaniha.com
علي اکبر سعیدي سیرجاني
سعيدي سيرجاني یو ایرانی لیکوال، څیړونکی، اديب، سیاسی فعال او تر انقلاب وروسته د ایران یو له منتقدینو څخه وو. هغه د ١٣٧٢ د حوت پر ۲۳ مه د اطلاعاتو وزارت د مامورینو له لوري ونيول شو. سیرجاني پرته له دې چې په هکله یې معلومات خپاره شي، تر نهه میاشتیني بند وروسته د ۱۳۷۳ د لیندۍ په ۴مه په زندان کې ومړ. سعید امامي، چې په ځنځیري وژنو تورن دی، ویلي وو چې د هغه د وژلو له پاره "پوتاشیم" کارول شوی وو.
انځور: khaandaniha.com
سعید امامی
سعید امامي چې د ایران یو له لوړ پوړو امنیتي چارواکو او د ځنځیري قتلونو له اصلي تورنو دی، د ۱۳۷۷ کال په دلو میاشت کې زنداني شو. د ایران د وسلوالو ځواکونو د قضايه څانګې څارنوال په ۱۳۷۸ کال کې ادعا کړې وه چې امامي د اوین زندان په حمام کې د نظافت له پاره کاریدونکي کیمايي موادو په خوړلو سره مړ شوی. باور دا دي چې هغه د حکومت د مخالفینو د قتل په هکله د معلوماتو د افشا کیدو د مخنیوي له پاره وژل شوی دی.
انځور: Kodoom.com
اکبر محمدي
اکبر محمدي په ۱۹۷۸ کال کې له خپل ورور منوچهر محمدي او یو شمېر محصلینو سره د تهران په پوهنتون کې د مظاهرو پر مهال ونیول شو او د انقلاب ځانګړې محکمې له خوا په اعدام محکوم شو. خو له څه مودې وروسته د هغه سزا ۱۵ کاله بند (۱۰ کاله بند او پنځه کاله تعلیقي بند) ته راټيټه شوه. اکبر محمدي د لوږې تر څو ورځني اعتصاب وروسته د ۲۰۰۵ کال د اګست په اتمه په اوین زندان کې په مرموز ډول مړ شو.
انځور: isdmovement.com
کاوه عزیزپور
کاوه عزیزپور په ایران کې یو له کردي سیاسي بندیانو څخه و چې د ۱۳۷۸ کال د ثور په ۲۷ مه د ۲۵ کلونو په عمر د مهاباد په زندان کې مړ شو. هغه تر مرګ دوه کاله وړاندې د ایران د حکومت ضد د کردانو د ګوند د غړیتوب په تور محاکمه شو او په درې کاله بند محکوم شو. د هغه د کورنۍ په وینا، نوموړی په زندان کې د استخباراتي کړیو تر شکنجې لاندې مغزي سکته کړې وه او بیا کوما ته تللی وو.
انځور: kurdistannet
زهرا کاظمي
د ۱۳۸۲ کال په جوزا کې په ایران کې د محصلینو تر اعتراضونو وروسته د نیول شویو اعتراض کوونکو کسانو کورنیو د اوین زندان مخې ته لاریون وکړ. ایراني الاصله کاناډايي عکاسه چې هغه وخت یې عمر ۵۵ کلونه وو، د زندان مخې ته د لاریون د عکاسۍ له پاره تللې وه چې ونیول شوه چې بیا وروسته مړه شوه. ایراني چارواکو، د هغې د مرګ دلیل د «سر په ناحیه کې کلک جسم لګیدل» یا پر سر باندې د «کلک جسم لیګدل» اعلان کړي و.
انځور: Getty Images/AFP/B. Mehri
امیرحسین حشمت ساران
امیر حسین حشمت ساران د «ایران د ملي اتحاد جبهې» عمومي منشي و چې په ۱۳۸۲ کال کې په دغه نامه د ګوند د جوړلو په جرم په اته کاله بند محکوم شو. نوموړی په بند کې بیا محاکمه شو او په اته کلونو نور بند محکوم شو. هغه د زندان د ځانګړو ساتونکو له لوري د سر په ناحیه کې تر شدیدو ګوزارونو وروسته کوما ته تللی وو او د ۱۳۸۷ کال د حوت پر ۱۶مه د رجايي کرج په روغتون کې تر ۴۸ ساعته کوما وروسته ومړ.
انځور: Radiofarhang
زهرا بنی یعقوب
زهرا بني یعقوب یوه ایرانۍ ډاکټره وه چې د ۱۳۸۶ کال د میزان په ۲۲مه د ایران په همدان ښار کې د امر باالمعروف او نهی عن المنکر په توقیف خونه کې وفات شوه. د رسمي راپورونو له مخې زهرا بني یعقوب د نیول کېدو په شپه په زندان کې ځان وژنه کړې. ورور یې وايي چې د مرګ له رسمي وخت څخه یو ساعت مخکې یې له خپلې خور سره په ټیلیفون خبرې وکړې او دا چې هغه له روحي پلوه په ښه حالت کې وه.