صديقي: د اختر په ورځو کي به امنيت ټينگ وي
۱۳۹۲ مرداد ۱۵, سهشنبهصدیقي د سه شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل: «زموږ کشفي او استخباراتي سازمانونه به هم تلاش وکړي چې د دښمن هر ډول احتمالي برید شنډ کړي. په ولایتونو کې هم پولیسو ته دنده سپارل شوې ده چې له خلکو سره یو ځای کار وکړي او په خاصه توګه د مسجدونو، عیدګاو او د تفریحځاینو امنیت ټینګ کړي.»
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي چې د اختر پر مهال به ملي اردو هم له پولیسو سره د ښارونو په امنیت ساتلو کې مرسته وکړي. دغه وزارت ویلي دي چې د اختر د شپو او ورځو له پاره منظم پلانونه طرح شوې دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي چې د کابل او نورو ولایتونو له پاره یو شان امنیتي پلان نیول شوی دی. د دغه وزارت د ویاند په خبره د کابل د امنیت ټینګولو له پاره کافي پولیس ګومارل شوي دي. صدیقي وویل: «د افغانستان پولیس به اختر و نه لمانځي تر څو خلک وشي کولای چې دغه ورځ په خوښۍ سره سر ته ورسوي. په دې ورځ به پولیس تر ۱۲ ساعتونو ډیر کار وکړي.»
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي چې د اختر په شپو او ورځو کي به ټول ۱۵۷ زره پولیس په ۵۰۰۰ امنیتي مرکزونو کې د افغانستان په بیلابیلو برخو کې په دندو بوخت وي. د دغه وزارت د چارواکو په حواله په دې ورځ به یوازې هغه پولیس چې په رخصتۍ او یا هم استراحت کې دي دندې تر سره نه کړي خو پاته ټول پولیسو به پر خپلو دندو حاضر وي او د خلکو امنیت به ټینګوي.
د اختر په ورځ د خلکو پر وړاندې ګواښونه
د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې داسې رپوټونه يې ترلاسه کړي دي چې طالبان او نورې ترهګرې ډلې غواړي د اختر په شپو او ورځې کې بریدونه ترسره کړي. د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي، وویل: «په خواشینۍ سره باید ووایم چې د هغو معلوماتو له مخې چې موږ د خپلو استخباراتي ادارو له لاري ترلاسه کړې دي، طالبان غواړي ځینې بریدونه ترسره کړي. په عین حال کې موږ ته خبر رسیدلی دی چې القاعده او د حقاني شبکه به هم د دغو بریدونو پر مهال د طالبانو ملاتړ کوي.»
د صدیقي په خبره د افغانستان ختیځ ولایتونه د نورو په پرتله ډیر د بریدونو له ګواښ سره مخامخ دي. هغه وویل چې په خاصه توګه ګواښ هغو ولایتونو ته متوجه دی چې له شمالي او یا هم سویلي وزیرستان سره پوله لري. دغه چارواکي روښانه کړه چې د همدغو ګواښونو له کبله به ډیر شمیر افغان پولیس دغو ولایتونو ته واستول شي.
د ملا عمر د پیغام ردول
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي چې هغه اختریز پیغام چې د طالبانو د ډلې مشر ملا عمر، په نوم په رسنیو کې خپور شوی دی، ریښتینی نه دی. په دې پیغام کې د ملاعمر په حواله راغلي دي چې طالبان به د اختر په شپو او ورځې کې بریدونه و نه کړي. صدیقي ټینګار وکړ چې طالبان په وار وار دغه شان پیغامونه ورکوي خو بیا وروسته پر عامو وګړو باندې بریدونه کوي.
صدیقي وویل: «دا د ملا عمر پیغام نه دی. زه فکر کوم چې داسې کسان شته چې هره ورځ د ملا عمر په نوم پیغامونه استوي. دا د دروغو پیغامونه دي. د افغانستان خلک طالبان پیژني.»
د صدیقي په خبره د پولیسو د چټک غبرګون او کوماندو ځواکونو قطعې په تیارسئ حالت کې دي، او د یوه برید په صورت کې به ډیر ژر غبرگون وښيي.