صدیقي: د انتقال د بهیر دویم پړاو ته چمتو یو
۱۳۹۰ مرداد ۱۱, سهشنبهد ښاغلي صدیقي په وینا د افغان دولت وسله والو مخالفینو هڅه وکړه چې په وسله والو او ځانمرګو بریدونو د دغه بهیر لومړی پړاو له خنډ سره مخامخ کړي خو بیا هم دغه پړاو په بریالیتوب سره بشپړ شو.
صدیقي وویل چي افغان امنیتي ځواکونه چمتو دي چې د امنیتی مسؤلیت د لیږد بهېر دویم پړاؤ هم پيل کړي.
د امنیتي مسؤلیت د لیږد د بهېر په لومړي پړاو کي د بامیان، پنجشېر، کابل، مهترلام، لښکرګاه، مزارشریف او هرات امنیتي مسؤلیتونه افغان ځواکونو ته وسپارل شول.
تر اوسه معلومه نه ده چي د امنیتي مسؤلیت د لیږد بهېر دویم پړاو به کله او له کومو سیمو پيل شي خو ناټو او په افغانستان کې د نړېوالو ځواکونو چارواکو تردې وړاندې ویلي وو چې د امنیتي مسؤلیت د انتقال د بهېر ټول پړاونه به په هرو شپږو میاشتو کې پلي کیږي.
د کورنیو چارو د وزارت چارواکي وايي چي افغان امنیتي ځواکونه توانیدلي چې په بریالیتوب سره د دغو ۷ سیمو امنیتي مسؤلیت ته اوږه ورکړي خو د پوځي چارو یو شمېر شنونکي د امنیتي مسؤلیت د لیږد بهېر د یو لړ خنډونو سره مل بولي او په راتلونکي کي هم د امنیتي ځواکونو له غوره تجهېر پرته د امنیتی مسؤلیت د لیږد بهېر ته چندانې هیله من نه ښکاري.
د امنیتي او پوځي چارو شنونکی، جنرال زلمي وردګ، آلمان غږ راډیو ته وویل چي د امنیتي مسؤلیت د لیږد بهیر لومړۍ پړاو هم بریالی نه ؤ ځکه د ده په خبره د ورسپارل ۷ سیمو په ځينو برخو کي یي امنیتي ستونزې شته چې افغان ځواکونه یې د هوارولو جوګه نه دي.
ښاغلی وردګ اوسنۍ وخت او شرایط د دې وړ نه بولي چې امنیتي دي د مسؤلیت د افغان ځواکونو په غاړه شي.
اوسمهال په ورسپارل شوو ۷ سیمو کې ځايي چارواکو هم د امنیتي ځواکونو له کموالي او د کافي تجهېزاتو د نه شتون په اړه اندیښني ښودلې.
په همدي حال کي د امنیتي مسؤلیت د لیږد بهېر په اړه د ملي دفاع وزېر، ستر جنرال عبدالرحیم وردګ، هم نن د مشرانو جرګې عمومي غونډې ته بلل شوی ؤ چې په دې برخي کې يي د سناتورانو پوښتنې ځواب کړي.
ځینو سناتورانو هم په یو شمېر ولایتونو کې د ملي اردو د ځواکونو د نشتوالې په اړه اندیښنې وښودې او په ځانګړې توګه یې بامیان یو له هغو ولایتونو څخه یاد کړ چې د دوی په خبره د ملي اردو سرتیري پکې نه دي ځای پر ځای شوي.
دویچه ویله/ محمد اسماعیل شاکر
کتونکی: مسعود جهش