1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

صربستان: په يوه لارۍ کې نهه تنه مهاجر موندل شوي

۱۴۰۲ فروردین ۴, جمعه

د صربستان د ګمرک چارواکو په یوه لارۍ کې چې له یونان څخه پولنډ ته روانه وه، د افغانانو په ګډون د نهو کډوالو د موندلو خبر ورکړی دی.

د ارشیف عکس: په آلمان کي په تیر مهال کې ۱۱ مهاجر په يوه يخچالي لارۍ کي موندل شوی وو
د ارشیف عکس: په آلمان کي په تیر مهال کې ۱۱ مهاجر په يوه يخچالي لارۍ کي موندل شوی ووانځور: picture-alliance/dpa/Bundespolizeiinspektion Passau

 

د ياد ګمرک چارواکو د جمعې په ورځ په یوه بیان کې وویل، چې دوی دا کډوال د صربستان او شمالي مقدونیې ترمنځ په پوله کې وموندل. دا کسان د سکینر دستګاه په واسطه پیژندل شوي دي. په دغه اعلاميه کې زياته شوې، چې دا کډوال د افغانستان، پاکستان او سوريې څخه دي.

صربستان د بالکان د لارې په اوږدو کې پروت يو هېواد دی چې کډوال يې لویدیځې اروپا ته د رسیدو لپاره کاروي.

دا کډوال لومړی ترکیې ته ځي او له هغه ځایه یونان یا بلغاریا او بیا شمالي مقدونیه یا صربستان ته ځي. مهاجر بیا  له صربستان څخه هنګري، کرویشیا یا رومانیا پر لور چې د اروپایي اتحادیې غړي دي؛ حرکت کوي یا دوی لومړی بوسنیا ته ځي او له هغه ځایه کروشیا ته ننوځي.

هر کال په زرگونو انسانان د جگړې او بې وزلۍ له وجې له خپلو هېوادونو تېښته کوي او د بالکان له لارې تیریږي. معمولاً دغه کسان د انساني قاچاقبرانو په مرسته پر دې لار تګ راتګ کوي او له بېلابېلو خطرونو سره مخ کېږي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب