طالبان:د پاکستان د ملي امنیت سلاکار کابل ته راغلی
۱۴۰۰ بهمن ۹, شنبهطالبانو نن شنبه (۲۹ د جنورۍ) رسنیو ته په یوه استول شوې خبر پاڼه کې ویلي چې د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف کابل کې د طالبانو له لوړ پوړو چارواکو سره په بیلابیلو موضوعاتو خبرې کړي دي.
په افغانستان کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان په خپله ټویټر پاڼه کې د معيد يوسف د سفر انځورونه خپاره کړي دي. زياته سوې چي د پاکستان د ملي امنیت سلاکار د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست امیر خان متقي سره رغنده لیدنه کړې.
منصور احمد خان لیکلي، چې د پاکستان د ملي امنیت سلاکار به د دغه سفر په ترڅ کې له طالب چارواکو سره د بشري او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا په موخه څو ناستې ولري.
هند او پاکستان افغانستان ته د زرونو ټنه غنمو پر لیږد توافق وکړ
د طالبانو په خبر پاڼه کې راغلي چې پاکستاني چارواکي د یو شمیر نورو چارواکو تر څنګ د ریاست الوزراء مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره «د سوداګرۍ ، ترانزیټ او سیمه ییزو سترو پروژو د تطبیق په برخو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مناسباتو پر پراختیا بحث او خبرې وکړې.»
خبر پاڼه زیاتوي د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف وویل:«د پاکستان اسلامي جمهوریت د سترو سیمه ییزو پروژو پلي کولو ته ژمن دی». نوموړي زياته کړې چې د دواړو هیوادونو تر منځ باید یو داسې پلاوی وټاکل شي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روغتیا، پوهنې، سوداګرۍ، کانونو او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخو کې د اړیکو پر پراختیا خبرې وکړي.
ټاکل شوې وه چې د پاکستان د ملي امنیت مشر له طالبانو سره د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې له تاوتریخوالي وروسته د جنورۍ په ۱۸مه له خپل ملګري پلاوي سره کابل ته راشي، خو د نامعلومو دلایلو له مخې یې سفر لغوه شو.
طالبان: له پاکستان سره ستونزه له دپلوماتیکو لارو حلوو
معید یوسف د پاکستان د حکومت دریم جګپوړی چارواکی دی چې د طالبانو له واکمنۍ د بيا پېلېدو وروسته افغانستان ته سفر کوي. تر دې مخکې د ۲۰۲۱ کال په اکتوبر میاشت کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي او د پاکستان د استخباراتو مشر جنرال فیض حمید هم افغانستان ته سفر کړی و.
که څه هم پاکستان طالبان په رسمیت نه پېژني، خو د طالبانو له حکومت سره اړیکي لري او چارواکي د دواړو هېوادونو ترمنځ تګ راتګ کوي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي هم پاکستان ته راستون شوی دی.