هغه وویل: »دا رسمي امر دی، د رئیس الوزرا له خوا هدایت شوې او د کورنیو چارو وزارت د مکتوب پر بنسټ موږ ته ویل شوي چې هغه خلک چې په ناقانونه توګه هیواد پریږدي باید ودرول شي او څوک چې دا کار کوي باید ونیول شي او د قانون منګولو ته وسپارل شي.«
که څه هم چې په پخواني حکومت کې هم د انسانانو قاچاق دوام درلود، خو د هېوادونو له خوا د طالبانو د حکومت نه په رسمیت نه پېژندلو او په افغانستان کې د هغوی د سفارتونو تړلو له امله د افغانانو غیر قانوني وتل له هیواد لا زیات شوي دي.
«کوم مشخص دليل يې نه دی ښودلی»
نیمروز د افغانستان په لویدیځ کې پروت هغه ولایت دی چې له ایران او پاکستان سره ګډه پوله لري. دا ولایت بهرنیو هېوادونو ته د انسان د قاچاق یو له مهمو لارو څخه دی او هره ورځ ېې له لارو زرګونه کسان په غیر قانوني توګه ایران، پاکستان او حتې یو شمیر یې اروپايي هېوادونو ته ځي.
د نيمروز د اوسېدونکو په وينا، له دغه ولايت څخه هره ورځ له سلو څخه زيات موټر چې هره يوه يې له ١٢ څخه تر ١٥ انسانان لیږدوې د ایران او پاکستان ترمینځ پر پولو په ناقانونه توګه مسافر لیږي.
د نيمروز يوه اوسېدونکي چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، وویل که څه هم طالبانو د خلکو پر مخ د پولې د تړلو لپاره کوم مشخص دليل نه دى ښوولی دا به سخته وي چې لاري وتړل شي.
هغه وويل: «له پرون (د ۲۰۲۲ کال د می ۱۶نېټه) راهيسې پوله تړل شوې، خلکو ته ويل شوي چې له مرکز څخه پلاوي راغلي او قاچاق ډېر شوى او ايرانيان پر خلکو ظلم کوي نو ځکه افغانان باید پر غیرې قانوني لارو د هیواد پریښودلو ته مخه نکړي»
له بلې خوا ایراني رسنیو تېره اونۍ راپور ورکړ چې د دغه هېواد پوله ساتو ځواکونو د ایران په تایباد ښار کي له طالبانو سره لیدلي او په ګډه یې د جمعې لمونځ ادا کړی وو. که څه هم د یادې غونډې جزیات نه دي خپاره شوي، خو کارپوهان په دې باور دي چې ښايي د غونډې موضوع سرحدي کړکېچ او د انساني قاچاق مسله وي.
«په افغانستان کي محدود کاري چاپيريال»
د سیاسي چارو کارپوه سید اشرف سادات په دې باور دی چې په افغانستان کې د محدود کاري چاپېریال له امله د طالبانو له خوا د قاچاق مخه نیول ناشوني بریښي.
هغه وویل: «د انساني قاچاق مخه نیول په افغانستان کې چې د ځوانانو د بېکارۍ څپې ورځ تر بلې پراخیږي، ستونزمن کار دی حتې ایران نه دی توانیدلی چې د قاچاق مخه ونیسي ځکه د پولې دواړو غاړو ته د قاچاق وړونکو قوي شبکې شتون لري او ډیره ګټه ورته رسیږې.«
باید وویل شې چې تر نیمروز وروسته د هرات او فراه پولې د انساني قاچاق اصلي لارې بلل کېږي او پر دې لارو د انساني قاچاق تر څنګ نشه يي توکي، بهرني اسعار، قیمتي ډبرې، څاروي او ځینې نور توکي هم د ایران په ګډون یوشمیر بهرنیو هېوادونو ته قاچاقیږې.
عتیق الله مطمئن
پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز راپور (26.08.2021):
د ایران او ترکیې په پوله افغان مهاجر
په داسې حال کې چې د نړۍ پام له کابل څخه د ائتلافي ځواکونو د ځايي همکارانو رایستلو ته متمرکز دی، د ترکیې او ایران پر پولو فشار پر زیاتیدو دی. د ناټو چارواکو د افغانستان له ګاونډیانو د پولو د پرانیستو غوښتنه کړې.
انځور: ISNA
د ایران پر پوله افغان مهاجر
د افغانستان د مرکزي دولت په پاشل کیدو سره، ډیر شمیر افغانان د نورو هیوادونو په تکل له خپله هیواده ووتل. هغو کسانو چې ویزه او مالي امکانات یې درلودل، له هوایي لارو او نورو لارو مشهد ته ورسیدل. په وروستیو ورځو کې ډیری کسانو هڅه وکړه چې په غیر قانوني ډول د ایران خاورې ته داخل شي، چې د سرحدي ځواکونو له خوا یوه ځای ته راټول شوي.
انځور: ISNA
ایران ته د امنیتي ځواکونو اوښتل
د طالبانو د پرمختګ پر مهال، د افغانستان امنیتي ځواکونو ډیرې سیمې بې له مقاومته پریښودې. یو شمیر افغان امنیتي ځواکونه د میلک له سرحده یران ته واوښتل. د ایران او طالبانو د مسوولینو ترمنځ تر ناستې وروسته دغه کسان بیرته افغانستان ستانه کړل شو. د دغو کسانو د برخلیک په هکله معلومات نه شته چې آیا هغوی د طالبانو په صفوفو کې ځای پر ځای شوی او که خپل «عادي» ژوند ته ورګرځیدلي؟
انځور: FARS
د زرونو افغان مهاجرو بیرته ستنول
د ایران د خبري آژانسونو د رپوټونو له مخې دغه کسان د ایران خاورې ته تر داخلیدو وروسته د ایران د سرحدي ځواکونو له خوا د ملا شریف په اډه کې راټوليږي او د سرې میاشتې له خوا تر لنډ «هرکلي» وروسته د ۲۴ ساعتونو په موده کې د ایراني چارواکو له لوري د میلک د پولې بیرته افغانستان ته ګرځول کیږي.
انځور: ISNA
"کمپ نه دی جوړ شوی"
په وروستیو کې د ایران د اتباعو د چارو مدیر، یو ځل بیا ټینګار وکړ چې ایران د مهاجرو او بې ځایه شوو د منلو له پاره کوم نوی کمپ نه دی جوړ کړی. د هغه په خبره اصولا داسې نه بریښي چې د افغانستان فضا دې داسې وي چې د بې ځایه شوو کسانو او مهاجرو نوې څپه دې د ایران پر لور حرکت وکړي، نو له دې کبله په دې اړه چمتووالي ته اړتیا نه شته.
انځور: ISNA
د کابل هوایي ډګر شا او خوا وضعیت
د کابل هوایي ډګر ته څیرمه د هغو کسانو پر وړاندې چې د افغانستان څخه د وتلو نیت لري، د طالبانو چلن هم سخت شوی دی. په پام کې ده چې له افغانستان څخه د بهرنیو اتباعو او د ائتلافي ځواکونو د ځایي همکارانو د رایستلو پروسه د اګست په ۳۱مه پای ته ورسیږي. څارونکو په دې آند دي چې د کابل هوایي ډګر په بندیدو سره به د پولو له تیریدو فشار هم زیات شي.
انځور: ISNA
"ګاونډیان دې پولي پرانیزي"
په کابل کې د ناټو یوه جګپوړي چارواکي د چهارشنبې په ورځ د رویترز له خبري آژانس سره په خبرو کې د افغانستان له ګاونډیانو څخه د پولو د پرانیستې غوښتنه وکړه. هغه ویلي دي: «ایران، پاکستان او تاجیکستان باید د ځمکي او هوایي لارې لا زیاتو کسانو ته د داخلیدو اجازه ورکړي.»
انځور: ISNA
د ترکیه پر پوله افغان مهاجر
ترکیې له میاشتو راهیسې له ایران سره پر پوله د دیوال په جوړیدو سره د افغانستان پيښو ته غبرګون وښود. خو پر دې سربیره هم دغه هیواد په خپلو ختیځو پولو ورځ تر بلې د افغان مهاجرو د زیاتیدو شاهد دی.
انځور: Necmettin Karaca/picture alliance/AA
د سرحدي ګزمو زیاتیدل
د ترکیې سرحدي ځواکونو په وروستیو ورځو کې له ایران سره پر پوله خپلې هوايي او ځمکنۍ ګزمې زیاتې کړي دي. ترکي چارواکو ویلي دي چې شا او خوا ۱۸۲ زره ثبت شوي افغانان او ۱۲۰ زره نور چې ثبت شوي نه دي په ترکیه کې ژوند کوي.
انځور: Ali Ihsan Ozturk/Demiroren Visual Media/abaca/picture alliance
ترکیې ته په راتلونکو اوونیو کې د مهاجرو څپه؟
د ترکیې سرحدي ځواکونو د پولو د کنترول پاره د څارنې برجونه جوړ کړي او له بې پيلوټه الوتکو او د شپې له دوربین څخه استفاده کوي. ترکي چارواکو ویلي دي چې د طالبانو تر تسلط وروسته د افغانانو د مهاجرت د زیاتیدو شاهدان نه دي، خو د کابل د هوایي ډګر تر تړل کیدو وروسته ترکیې ته د نوو مهاجرو رسیدل له افغانستان څخه د لیرې والي له کبله ښایي څو اوونۍ وخت ونیسي.