د طالبانو ادارې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي چې د دغو تړونونو پر بنسټ بهرنيو سیلانیانو ته یواځې د کال په ځانګړو فصلونو کې د ښکار اجازه ورکول کیږي.
د ۴۲ میلیونه ډالرو په ارزښت د لاسلیک شویو قراردادونو له مخې به بهرني سیلانیان په هرات، فراه، نیمروز، هلمند او نورو ولایتونو کې د هوبره یا ساړي مرغان ښکار کوي.
هوبره یا ساړي مرغان د کال په مشخصو فصلونو کې له سایبریا څخه افغانستان ته راځي چې له یوې تر دوو میاشتو هلته وي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند عبدالمتین قانع دویچه ویله ته وویل: «افغانستان یو سیاحتي هيواد دی او هر کال د توریزم او سیاحت له لارې دغه هيواد ته ډېر سیلانیان راځي چې په هرات، فراه، نیمروز، هلمند او ځينو نورو ولایتونو کې د هوبره/ ساړي مرغانو ښکار کول يې هم یوه برخه ده.»
قانع زیاته کړې، د تړونونو له مخې، ښکار کوونکي مکلف دي چې د دغو مرغانو د نسل ډېرېدو په موخه اړوند سیمو کې فارمونه جوړ کړي او هر کال تر ټاکلې اندازې مرغان تر روزنې او پالنې وروسته بیرته خوشې کړي.
اړوند مطالب:آیا د طالبانو حکومت بهرنیانو ته د ښکار کولو اجازه ورکړې ده؟
پر ښکار کوونکو د ښکار په ولایتونو او سیمو کې د روغتونونو، ښوونځیو، مدرسو او کلینیکونو جوړولو په څېر د خیرښېګڼې چارو ترسره کولو شرطونه هم اېښودل شوي.
دغه راز، ښکاریان باید د افغانستان د ګرځندوی، کرهڼې وزارت قوانین او د چاپيریال ساتنې ملي ادارې ټولې لارښوونې په پام کې ونیسي.
انځوريز راپور: د افغانستان يوازنی ژوبڼ
د کابل ژوبڼ د افغانستان يوازنی او تر ټولو ستر ژوبڼ دی چي يو وخت يې په سيمه کي ساری نه وو، خو اوس په داسي حالت کي دی چي ژوبڼ ته نه پاتيږي. انځور: DW/A.Behrad د کابل ژوبڼ د افغانستان د نورو برخو په شان له جنګړي څخه سخت اغېزمن سوی دی. يوه وخت دغه ژوبڼ ۷۰۰ ډوله حيوانان لرله.
انځور: DW/A.Behrad دغه ژوبڼ يو وخت ډېر ليدونکي لرل خو اوس په ورځ کي د ګوتو په شمېر خلک ورځي او عاييد يې ډېر لږ دی.
انځور: DW/A.Behrad دغه ژوبڼ په کورنۍ جګړو کي سخت زيانمن سو.
انځور: DW/A.Behrad په کورنيو جګړو کي ښکېلو ډلو حتی له ژوبڼ څخه د پټېدو د ځای په توګه کار اخيست او دا يوه مرکزي پوسته ګرځېدلې وه.
انځور: DW/A.Behrad دغه ژوبڼ د کابل په دهمزنګ سيمه کي پر ۵۳ جريبه مځکه باندي جوړ سوی دی.
انځور: DW/A.Behrad دغه ژوبڼ په لومړي سر کي د کابل پوهنتون په علومو پوهنځي پوري اړه لرله خو وروسته بيا ښاروالۍ ته وسپارل سو.
انځور: DW/A.Behrad يو وخت دغه ژوبڼ له کلينيکه څخه نيولې تر هرڅه پوري لرل. کله چي به سړی ژوبڼ ته ورغلی د معلوماتو داسي کسان ول چي په ټول ژوبڼ کي به له ليدونکو سره ګرځېدل او معلومات به يې ورکول.
انځور: DW/A.Behrad ټولو حيوانانو ته مناسب ځايونه جوړ سوي ول او پر خپل وخت باندي خواړه ورکول کېده.
انځور: DW/A.Behrad اوس په دغه ژوبڼ کي حيوانان په ډېرو بدو شرايطو کي ژوند کوي.
انځور: DW/A.Behrad که څه هم د افغانستان د بيا رغاوني په پروسه کي دغه يوازنی ژوبڼ يو څه روغول سوی دی. خو اوس يې هم ډېر کار پاته دی.
انځور: DW/A.Behrad په دې وروستيو کلونو کي د کابل ژوبڼ د سيه ييزو همکاريو سازمان د ژوبڼ د ټولني غړيتوب ترلاسه کړی دی. دا کېدای سي چي د دغه ژوبڼ په بيا رغاونه کي کټور تمام سي.
انځور: DW/A.Behrad چين د کابل ژوبڼ ته يو جوړه زمريان، يوه جوړه خرسان، ليوان او آهو ورکړي دي.
انځور: DW/A.Behrad خرسان اوس د يوه مناسب ځای د نه لرو په خاطر په قرنطين کي دي. په کابل کي د يخي هوا له کبله ځني مرغان هم تودو ځايونو ته انتقال سوي دي.
انځور: DW/A.Behrad څو کاله دمخه په دغه ژوبڼ کي بېخي د ګوتو په شمار مرغان ول، خو اوس بيا لږ ډېر سوي دي.
انځور: DW/A.Behrad د ژوبڼ د چارواکو په خبره اوس په عادي ورځو کي دغه ژوبڼ ته نزدې ۱۰۰۰ تنه ليدونکي ورځي او د رخصتيو په ورځو کي له ۵ زرو څخه نيولې تر ۸ زرو پوري ليدونکي ورځي.
انځور: DW/A.Behrad ويل کيږي چي دغه ژوبڼ ته اوس ډېر لږ بهرني ليدونکي ورځي.
انځور: DW/A.Behrad ژوبڼ ته د ورتګ بيه ۲۰ افغانۍ ټاکل سوې ده، چي دا هم کېدای سي د ډيرو ناداره خلکو د ورتګ مخه ونيسي.
انځور: DW/A.Behrad د دې ژوبڼ بڼه اوس تر پخوا ډېره سمه سوې ده. څو کاله دمخه خو يې ډېر ديوالونه هم نه ول.
انځور: DW/A.Behrad د دغه ژوبڼ د «مرجان» زمري کيسه خو د ډيرو افغانانو په ياد ده. مرجان د کورنيو جنګونو پر مهال ړوند سو. اوس په دغه ژوبڼ کي د هغه مجسمه جوړه سوې ده.
انځور: Getty Images د کابل ژوبڼ حيوانان د خوارک له اړخه ډېري ستونزي لري.
انځور: DW/A.Behrad د نورو حيوانانو د نه شتون په خاطر دغه کورني مرغان يا فيلمرغ هم په ژوبڼ کي ساتل کيږي.
انځور: DW/A.Behrad د دغه ژوبڼ اکثره حيوانان هغه حيوانان نه دي چي نسل دي يې په افغانستان کي وي، دا ټول له نورو هيوادونو څخه راوړل سوي دي.
انځور: DW/A.Behrad
طالب چارواکو خبرداری ورکړی چې، سرغړونکو ښکاريان سره لاسلیک شوی قرارداد لغوه کېدای هم شي.
افغانستان کې د نادرو مرغانو پرهر ډول ښکار بندیز
طالبان وايي تړونونه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، له نورو اړوندو ادارو سره په همغږی، د ریاست الوزار په مخامخ لارښوونه لاسلیک شوي.
دا تړونونه داسې مهال لاسلیک شوي چې د طالبانو حکومت د چاپيریال ساتنې ادارې د نوامبر مياشتي پر ۲۸مه پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي: «د چاپيریال ساتنې ملي ادارې د وحشي ژویو او نادرو مرغانو ښکار او قاچاق په ټول هيواد کې ممنوع اعلان کړی او له سرغړونکو سره به قانوني چلند کیږي.»
د مرغانو د ښکار په اړه د طالبانو حکومت د تازه قراردادونو په اړه د چاپيریال ساتنې ادارې ځواب دادی چې سیلانیانو ته د هر ډول مرغانو د ښکار اجازه نه ده ورکړل شوې.
د دې ادارې ویاند احمد فرید فرهنګ دویچه ویله ته وویل: »اطلاعاتو او فرهنګ وزارت یوازې مسافرو مرغانو ته د ښکار اجازه ورکړې او د نایابه مرغانو ښکار ته پکي اجازه نسته.«
په تېر ميلادي کال کې د بادغیس ولایت د وخت حکومتي چارواکو رسنیو ته ویلي ول چې د ناقانونه ښکار له امله ځینې نادر مرغان او ژوي د ورکېدو په حال کې دي.
دغه راز په پخواني حکومت کې د ولسمشر د فرمان له مخې په افغانستان کې د هر ډول مرغانو ښکار ناقانونه وو.