1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو بهر ته د استول شوو استادانو معاشونه بند کړي

۱۴۰۱ شهریور ۲۵, جمعه

طالبانو د لوړو زده کړو وزارت او یوشمیر نورو ادارو ته هدایت کړی چې د دولتي پوهنتونونو او نورو ادارو استادانو او هغه کارمندانو ته دې معاش نه ورکول کیږي چې بهرنیو هیوادونو ته د زده کړو او تخصص د اکمال په موخه لیږل شوې دي.

د کابل پوهنتون د فراغت مراسم
د کابل پوهنتون د فراغت مراسمانځور: Xinhua/imago images

له افغانستان څخه بهرنیو هیوادونو ته د تخصص له پاره د علمي کادرونو او کارکوونکو د معاشونو قطعه کیدل د اندېښنو سره مل موضوع ګرځیدلې.

ماستر محمد اشرف چې یوه لسیزه یې د افغانستان په علمي بنسټونو کي څیړنیزه تجربه لري واېې دا اقدام د افغانستان د علمي پرمختګ پر وړاندي خنډ اچول دي او نور ورو ورو موږ د نړیوالو تحقیقاتي، تخصصي او علمي بنسټونو سره خپله پخوانۍ جوړ شوې ارتباطات له لاسه ورکوو چې د دې اړیکو په پری کیدو سره غټ تاوان زموږ د ټولني په برخه کیږي.

انځور: AFP


هغه وايي:«په علمي برخه کي زده کړه او تخصص د هرې ټولنې اړتیا ده. که د یادو کسانو امتیازات قطعه کیږي نو ډیر شمیر افغانستان ته نه راګرځي او بله دا چې تر دې مخکې په تیر یوه کال کي زموږ له هیواد څخه ډیر علمي کادرونه ووتل. د دې پر ځاې چې حکومت کادرونه جذب کړې له لاسه یې ورکوي.»

ځیني دولتی پوهنتونونه بیرته پرانیستل شول
د کابل پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي يو استاد چې نه غواړي نوم ېې واخیستل شې د طالبانو دا پریکړه د افغانستان د تحصیلي او اکاډومیکو نهادونو د تضعف په معنې بولې او واېې چې تر دې پریکړې وروسته به هیڅ استاد زړه نه ښه کوې چې د لوړو زده کړو له پاره دي ولاړ شي او معاش دې پرې بند شي. ځکه استاد چې په بهر کي زده کړي کوې باید یې د کورنۍ د نفقې موضوع حل وي .

هغه وويل: «دا د اندیښنې وړ ده ځکه پخوا به چې استادان د لوړو زده کړو له پاره له افغانستان څخه بهر تلل د میشت بهرني هیواد د لوړو زده کړو له وزارت څخه رسمي مکتوب رالیږل کیدی چې یاد استاد په زده کړو او علمي څیړونو بوخت دی.«

په هغه مکتوب کي چې دویچه ويله ته رسیدلې راغلې دي چې طالبان د مالي ستونزو له امله د دولتي پوهنتونونو او نورو تخصصي ادارو د هغو استادانو او کارمندانو معاشونه نه ورکول کیږي چې په بهرنیو هیوادونو کي په زده کړه بوخت دي.

کارپوه: د پوهنتونو پرانيستل «په سترګو کې د خاورو اچول» دي

په تېر حکومت کې د پوهنتونونو استادان او دولتي مامورین چې د زده کړو د دوام له پاره بهر ته تلل هم یې رتبه ساتل کيده او هم به د زده کړو پر مهال میاشتنی معاش يې کورنۍ ته ورکول کیدی.

انځور: Mohd Rasfan/AFP


محمد نسیم هغه افغان مامور دی چې مخکې ېې د لیسانس ترلاسه کولو وروسته د بادغیس په زراعت ریاست کي دنده تر سره کوله او د ادارې اصلاحاتو له خوا د هندوستان هیواد د پونې پوهنتون ته تللی. هغه وايي پخوا به یې میاشتنی معاش بانکي حساب ته ورتلی چې کورنۍ به یې ترلاسه کاوه، خو د طالبانو په راتګ سره يې معاش سر له اوله قطعه شوی: «زه دا مهال هندوستان کي زده کړي کوم، مخکې مامور وم خو هیله مې دا وه چې زده کړي پای ومومي او د ماسترۍ سره ولاړ شم هیواد ته نه به مې بست له مینځه تللی وي او هم به د پوره تخصص سره هیواد ته خدمت کوم. اوس چې زه د ماسترۍ سره افغانستان ته ولاړ شم هلته به څه وکړم.»

د یادونې وړ ده چې د جمهوریت پرمهال هر کال سلګونه استادان او دولتي کارمندان د ظرفیت لوړولو پرګرامونو له مخې د زده کړو د دوام له پاره د خپل معاش، علمي رتبې او دولتي بست په ساتلو سره بهرنیو هېوادونو ته لیږل کېدل.

د کابل پوهنتون رئيس: ښځي او نجوني فعلاً په پوهنتون کي د زده کړو او کار اجازه نه لري

شنونکي وايي چې د طالبانو د تازه پریکړې له مخې به له دې وروسته په هیواد کي د علمي بنستونو کیفیت د پخوا په پرتله په کراتو ټیټ شي.

آیا بهر میشته پوځي محصلین بیرته هیواد ته ستنیږي؟

24:11

This browser does not support the video element.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب