1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو بيا په افغانستان کې د «قصاص» حکم پلی کړی

صفت الله زاهدي
۱۴۰۱ آذر ۱۶, چهارشنبه

طالبانو ويلي دي چي په فراه ولايت کي يې يو کس په عام محضر کي اعدام کړی دی. دا د طالبانو په بيا راتګ سره لومړی وار دی چي پر يوه کس د خلکو په مخ کي د «قصاص حکم» پلی کيږي.

آرشيف انځور: پاکستاني طالبان په درو د وهلو د سزا عملي کولو پر وخت
آرشيف انځور: پاکستاني طالبان په درو د وهلو د سزا عملي کولو پر وختانځور: CHAND KHAN/AFP via Getty Images

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټویټر پاڼه لیکلې دي چې «د دغه حکم د تطبیق له پاره د هیواد سترې محکمې ته هدایت وشو چې د قصاص حکم باید نن چهارشنبه د فراه ولایت په مرکز کې د هیوادوالو په یوه مجموعه کې تطبیق کړي.»

د روان کال په نوومبر مياشت کي د طالبانو مشر هيبت الله اخندزاده د دغه هيواد قاضيانو ته لارښوونه وکړه چي »حدود او قصاص« عملي کړي.

په عام محضر کي اعدام، سنګسار، د لواطت په جرم پر تورن کس د ديوال چپه کول، د غلو لاس يا يوه پښه پرې کول او په دورو وهل په حدودو کي شامل دي.

له هغه وخت راهيسي چي طالبان بيا واک ته رسېدلي دي په څو ولايتونو کي يې د مختلفو جرمونو په تور څو کسان په دورو وهلي، خو دا لومړی ځل دی چي په فراه کي دغه اعدام رسمي اعلانيږي.

طالبان د افغانستان مرکز کابل کېانځور: AFP

له تیرو دوو میاشتو راهیسې طالبانو د افغانستان په ځينو ولایتونو کې د بیلابیلو جرمونو په تور ځينو کسانو ته چې ښځي هم پکې شامل دي تعزیري سزاوي ورکړي دي.

د تيرکال په اګست مياشت کي چي طالبان بيا پر افغانستان واکمن سول، ويل يې چي د خپلي لومړی دورې په شان به عمل و نه کړي، خو اوس داسي ښکاري چي دوی دي خپلي ژمني ماتي کړي وي.

د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ او د بخښنې نړیوال سازمان په ګډون یو شمېر بنسټونو د طالبانو له خوا په عام محضر کې د ښځو او نارینه وو په دورو وهلو ته غبرګونونه هم ښودلي ول.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب