1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

درانی طالبانو ته: د امنیت شورا پریکړه لیکونه لا پرانيستي دي

۱۴۰۴ آذر ۵, چهارشنبه

د افغانستان په چارو کې د پاکستان پخواني استازي افغان طالبانو ته خبرداری ورکړی چې د امنیت شورا پرېکړه لیکونه لا هم خلاص دي او طالبان کېدای شي د بشري حقونو د نقض او تروریزم څخه د ملاتړ په دلیل تر نړېوال تعقیت لاندې راشي.

آصف درانی د افغانستان له پاره د پاکستان پخوانی استازی
د پاکستان پخواني استازي آصف دراني افغان طالبانو ته خبرداری ورکړی چې د امنیت شورا پرېکړه لیکونه لا هم پرانيستي دي.انځور: Kyodo/picture alliance

د افغانستان په چارو کې د پاکستان پخواني استازي آصف دراني د چهارشنبې په ورځ افغان طالبانو ته خبرداری ورکړ چې پر ضد ېې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړه ليکونه لا هم پرانیستي دي.

هغه د خپلې اکس شبکې پر حساب لیکلي: «د طالبانو رژیم ته یو دوستانه نصیحت: د طالبانو پر وړاندې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پریکړه لیکونه لا هم خلاص دي؛ کېدای شي چې هغوی د بشري حقونو د نقض او تروریزم څخه د ملاتړ په دلیل تر قانوني تعقیب لاندې راشي.» 

پر افغانستان د طالبانو د حاکمیت له څلورو کلونو په تېرېدو تر اوسه د هغوی حکومت یوازې روسیې په رسمیت پېژندلی دی. نړېوالې ټولنې په دغه موده کې په کراتو له طالبانو غوښتي چې پر ښځو لګول شوي محدودیتونه لرې کړي، د بشر حقونو درناوی وکړي او په افغانستان کې تروریستي ډلو ته د فعالیت اجازه ورنکړي.

په پاکستان کې د ناامنيو پېښو په ډیرېدو سره د دغه هېواد چارواکي پر افغانستان حاکمو طالبانو باندې تور لګوي چې هغو وسله والو ته چې په پاکستان کې حملې کوي، پناه ورکوي. خو په کابل کې د طالبانو اداره دغه تورونه ردوي او وايي چې د افغانستان له خاورې د هېڅ هېواد پر ضد استفاده نه کيږي.

د کابل او اسلام آباد ترمنځ د ننګونو ډکې اړیکې

 دغه خبرداری داسې وخت شوی چې د کابل او اسلام آباد ترمنځ اړيکې د ګډې پولې په اوږدو کې د دواړو لورو د امنيتي ځواکونو تر منځ تر خونړیو حملو وروسته ډېرې خرابې شوي او په استانبول کې ېې د اوږدمهاله اوربند له پاره مذاکرات هم له کومې پایلې پرته پای ته ورسېدل.

په تر ټولو تازه مورد کې طالبانو د سه شنبنې په ورځ ادعا وکړه چې پاکستان د افغانستان پر شرقي ولایتونو پکتيکا، خوست او کونړ کې هوايي بریدونه کړي دي.

د طالبانو په خبره په دغو بریدونو کې یو ېې په خوست ولایت کې د هستوګنې پر یو کور شوی چې په کې۹ ماشومان او یوه ښځه وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ د افغانستان په درو شرقي ولایتونو کې بریدونه رد کړي خو په خوست کې ځايي اوسېدونکو تائید کړي دي او وايي چې پر یوه کور شوي هوايي برید کې ۱۰ کسان وژل شوي دي.

د طالبانو د ادارې ویاند ذبیح الله مجاهد د دغو بریدونو په غبرگون کې د ایکس پر پاڼه ولیکل: «د پاکستاني پوځيانو له خوا د افغانستان د پکتيکا، خوست او کونړ په ولايتونو کې د تېرې شپې هوايي بريدونه د افغانستان د حريم نقض او د پاکستانۍ ادارې له خوا له ټولو منلو سویو نړيوالو نورمونو سره صريح ټکر دی.»

سپین بولدک کې جګړې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

01:38

This browser does not support the video element.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب