1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ملا هيبت الله خبرداری: صفونه مو له نفوذي افرادو پاک کړئ

۱۴۰۰ آبان ۱۳, پنجشنبه

د طالبانو د تحریک مشر، ملا هيبت الله آخوندزاده د پنجشنبې په ورځ په دغه تحریک کې د نفوذي او لوری بدلوونکو افرادو د خطر خبرداری ورکړ. هغه ويلي دي چې د دغه خطر په مخنیوي کې طالب مشران مسئوليت لري.

Mullah Haibatullah Akhundzada
انځور: Social Media/REUTERS

د طالبانو د تحریک مشر، ملا هيبت الله آخوندزاده، په دغه تحریک کې د نفوذي افرادو د ګواښ د جدیت په غبرګون کې یوه بيسارې کتبې اعلاميه خپره کړې او په هغې کې ېې د طالبانو له قوماندانانو غوښتي دي چې خپل صفونه پاک کړي.

د فرانسې خبري آژانس په حواله، د طالبانو د تحریک مشر ويلي دي: «ټول مشران باید د خپلو ډلو منځ صفونو ته متوجه او پاملرنه وکړي. که چيرته ناپيژانده عناصر شتون ولري چې د حکومت پر ضد کار کوي، باید ژر تر ژره له منځه يووړل شي.»

آخوندزاده په خپل دغه پيغام کې داسې خبرداری ورکړی: «که چيرته کومه بده پيښه رامنځ کيږي، د عواقبو مسئولیت به یې په دنيا او آخرت د مشر پر غاړه وي.» هغه دغه خبرداری په یوه اعلاميه کې ورکړی چې ګڼ شمیر طالبانو هغه پر ټويټر خپره کړې ده.

د ملا هبت الله په پیغام کې ويل شوي چې د بدې پیښې په صورت کې به د اړوند طالب مشر د هغې د عواقبو مسئول ويانځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

طالبانو په افغانستان کې د اګست مياشتې په نیمايي کې د محمد اشرف غني په مشرتوب د افغانستان پخوانی حکومت چې د لويديځ ملاتړ یې درلود، ړنګ کړ او واک ته ورسیدل. دوی په افغانستان کې د «افغانستان اسلامي امارت» په نوم نوی حاکمیت اعلان کړی دی، خو لا تر اوسه په رسمیت پيژندل شوی نه دی.

خو له کله چې طالبان واک ته رسیدلي دي، په افغانستان کې د داعش د خراسان څانګي په نوم ډلې بریدونه ډير شوي دي. داعش دغه بریدونه پر طالب جنګیاليو او پر جوماتونو ترسره کړي دي. داعش د طالبانو پر ضد جګړه کې د ځانمرګو بریدونو او د ملکيانو د عام وژنې په څير جنګي تکتيکونو څخه کار اخلي.

که څه هم طالبان اوس د خپلې لومړنۍ واکمنۍ پر پرتله په خپل سیاست کې نرمښت راوستلی، خو له داعش ډلې سره عملاً په جګړه کې ښکيل دي.

د روانې اوونۍ د سه شنبې په ورځ د داعش ډلې یوه جنګيالي په کابل کې د یو روغتون په دروازه کې ځانمرګي بريد ترسره او تر هغه وروسته يې نورو ملګرو پر روغتون حمله وکړه. د رپوټونو پر اساس په دغې حمله کې د طالبانو د یو لوړپوړي قوماندان په ګډون ۱۹ کسان ووژل شول.

په کابل کې د سردار محمد داود خان پر روغتون وسلوال برید - طالبانو د واټ پر سر لیدل کیږيانځور: Bilal Guler/AA/picture alliance

که څه هم طالبان وايي چې دوی د یو واحد حکومت په توګه په افغانستان کې بشپړ امنیت راولي خو د روان وضعیت څخه داسې ښکاري چې دوی لا په دغه کار کې پاتې راغلي دي.

تیره اوونۍ په ننګرهار ولایت کې يوه ډله وسله والو چې ځانونه یې طالبان ښودلي ول، د واده پر مراسمو د دې له پاره چې موسيقې يې غږوله ډزې وکړې او دوه کسان يې ووژل. د طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد تر پیښې وروسته د دغې پيښې د دوو عاملانو د نیولو خبر ورکړ او ويې ويل چې پر واده باندې ډزې د طالبانو له نوم څخه په استفادې د شخصي خصومتونو پر اساس شوي دي.

داعش ډلې واک ته د طالبانو تر رسیدلو وروستو په ځانګړې توګه څو خونړۍ بریدونه ترسره کړل. دغې ډلې په کندز او کندهار ولایتونو کې په مسجدونو کې ځانمرګي بریدونه وکړل چې په لسونو کسان پکې ووژل شول. داعش همدارنګه د اګست مياشتې په ورستیو کې د کابل پر هوايي ډګر یو ځانمرګي برید هم وکړ چې د ۱۳ امریکايي سرتيرو په ګډون پکې ګڼ شمیر ملکيان ووژل شول. طالبان بیا له دې ټولو سره سره وايي چې دوی به داعش ډله ماته کړي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب