1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو خپل هغه جنګيالی نیولی چې يوه هزاره مېرمن یې وژلې وه

۱۴۰۰ دی ۲۹, چهارشنبه

د طالبانو يوه وياند ويلي دي چې هغه جنګيالی نیول شوی دی چې د کنترول پر يوه پوسته یې يوه ښځه په ډزو وژلې وه. زياته شوې چې دغه ښځه «سهواً وژل» شوې وه.

Afghanistan Taliban Tötungen Symbolbild
آرشيف انځورانځور: KARIM SAHIB AFP via Getty Images

د ۲۵ کلنې زينب عبداللهي وژل کيدو، ښځې سختي ويرولي. دغه هزاره مېرمن زينب د کابل په دشت برچي سیمه کې له يوه واده څخه د راستنيدو پر مهال د طالبانو د کنترول پر يوه پوسته د طالبانو له خوا په ډزو ووژل شوه.

د طالبانو ویاند محمد نعيم د تويتر له لارې د دې په اضافه کولو سره چې نيول شوی کس به مجازات شي، ويلي دي چې زينب «سهواً وژل» شوې ده.

د طالبانو د کورنيو چارو وزارت هم په جلا توګه ويلي دي چې د زينب کورنۍ ته د ۶۰۰ زرو افغانيو د تاوان وړاندیز هم شوی دی. د زينب د وژل کيدو پېښه د جنورۍ مياشتي پر ۱۳مه نېټه رامنځته شوه.

طالبانو منلې چې په بلخ ولایت کې څلور ښځې وژل شوي دي

د هغې د وژل کيدو راهيسې په کابل کې د بشري حقونو ځینو ښځينه فعالانو د عدالت غوښتنې په موخه کوچنۍ مظاهرې هم کړي دي.

طالبان وار په وار په هيواد کې کلک شرعي قوانين وضع کوي او ښځې له عامه ژوند څخه ايستل کيږي. د هيواد په زياتره برخو کې د نجونو منځني ښوونځي تړل شوي او پر ځينو استثناو سربیره په دولتي ادارو کې د ښځو پر کار بندیز دی. ښځې همدا شان بې له محرمه اوږده سفرونه هم نه شي کولی.

د روانې مياشتې په سر کې طالبانو په کابل کې داسې پوسترونه هم ځړوڼد کړل چې ښځو ته پکې د حجاب سپارښتنه شوې ده.

د طالبانو د امر بالعمروف وزارت وياند په دې اړه ويلي ول چې دا کار یې «پر شرعي قوانينو د عمل له پاره د مسلمانو ښځو د تشويق» په موخه کړی دی.

طالبانو د ښځو پر سفرونو قسمي محدودیت وضع کړي

د سه شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کميسارې ميشل باچيلت پر امنيت شورا غږ وکړ چې په افغانستان کې دې «له مجرمينو سره حساب» وشي.

هغې وويل چې ښځو او نجونو ته د هغوی د بنسټيز حقونو نه ورکول به دغه هيواد ته چې لا دمخه د بې ساري تناسب له امله له بشري ناورين سره مخامخ دی، «سخت تاوان» ورسوي.

ب. ص/ ن.ز (AFP)