1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو دوبۍ ته د ښځېنه افغان محصلینو د پرواز مخه نېولې ده

۱۴۰۲ شهریور ۲, پنجشنبه

د متحدو عربي اماراتو يو ميليارډر وايي طالبانو هغو سلو افغان ښځینه محصلینو ته چې ده ورته تحصيلي بورسونه آماده کړي، دوبی ته د پرواز اجازه نه ده ورکړې. یوې محصلې وويل چې نارینه محرم ېې هم درلود خو طالبانو اجازه ورنه کړه.

Afghanistan I Taliban I Flughafen Kabul
انځور: Wana News Agency/REUTERS

د رويټرز خبري آژانس د رپوټ پر اساس، افغان ښځینه محصلينو ته د دوبۍ په پوهنتون کې دغه تحصيلي بورسونه د الحبطور ډلې په نوم سوداګريز شرکت ورکړي دي.

د دغه شرکت مشر، خلف احمد الحبطور په دې ارتباط د چهارشنبې په ورځ پر اکس شبکه چې پخوا په ټويټر پېژانده یوه وېډیو خپره کړې ده. هغه په دغې وېډيو کې وايي چې په پوهنتون کې د ښځینه محصیلنو مالي ملاتړ پلان کړی وو او په پام کې وه چې دغه محصلينې د چهارشنبې ورځې په سهار په یوه الوتکه کې چې هغه ېې د مخه مصرف پری کړی وو، عربي متحده اماراتو ته انتقال شي.

د الحبطور ډلې په نوم د سوداګريز شرکت مشر، خلف احمد الحبطورانځور: Giuseppe Cacace/AFP

الحبطور وايي، خو طالبانو د دغو محصلینو د پرواز مخه ونېوله: «د طالبانو حکومت هغو نجونو ته چې دلته د زده کړو له پاره راتلې، اجازه نه ده ورکړې. ما د سلو نجونو مالي ملاتړ کړی. هغوی [طالبانو] دغو نجونو ته اجازه ورنه کړه چې الوتکې ته پورته شي کومه چې موږ ېې د مخه د کرايي پیسې هم ورکړې وې.»

د متحده عربي اماراتو دغه شتمن سوداګر په دې تړاو د طالبانو پر کړنې خفګان ښودلی دی: «زه نشم کولی د افغان ښځینه محصیلنو په هکله چې ما ېې مالي ملاتړ کړی، خپل خفګان چې زه ېې اوس احساسوم، بیان کړم.»

هغه وايي: «موږ دلته د هغوی د اوسيدو ځای، په پوهنتون کې د شمولیت، ترانسپورت، صحي بیمې او د ښځو د خونديتوب له پاره د خدماتو د ېوې جامع مجموعې بندوبس کړی وو. زموږ دغه هېلې ماتې شوې.»

الحبطور د طالبانو دغه کړنه «یوه ژوره تراژيديِ» بللې او وايي چې دا پر «بشریت، تعلیم، مساواتو او عدالت» ګوزار دی.

متحده عربي اماراتو د تلونکو افغان ميرمنو څخه ېوې ېې وويل که څه هم نارینه محرم ېې درلود خو په کابل هوايي ډګر کې طالب چارواکو هغې او نورو ښځو ورته الوتکې ته د پورته کېدو اجازه ورنه کړهانځور: Karim Sahib/AFP/Getty Images

رويټرز لیکي چې د طالبانو د حکومت ویاند او د دغې ډلې د بهرنیو چارو وزارت په دې هکله د دوی پوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی.

الحبطور د ېوې افغان محصلې صوتي فایل هم خپور کړی. دغه افغان محصله وايي چې هغې سره یو نارینه محرم هم وو، خو په کابل کې د طالبانو د هوايي ډګر چارواکو هغې او نورو نجونو ته اجازه ور نه کړه چې الوتکې ته پورته شي.

طالبانو په افغانستان کې نجونې له شپږم ټولکي څخه پورته ښوونځیو او پوهنتونونو ته له تلو منع کړي دي.

طالبانو همدارنګه د ښځو له پاره سفري محدودیتونه هم وضع کړي چې د لرې یا هوايي سفرونو پر وخت باید د خاوند، پلار او یا ورور په څېر يو نارینه محرم له ځانه سره ولري.

آژانسونه/م.ک.ص./ن.ز.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل