له کابل څخه د آلمان خبري آژانس (دي پي اې) په حواله، په دغو دواړو پيښو کې چې د افغانستان په دوو جلا ولايتونو فراه او هلمند کې رامنځ ته شوي دي، طالبان ښکيل دي. په رپوټ کې ويل شوي چې طالبانو لږ تر لږه ۱۵ تنه دولتي ماموران د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د جنورۍ ۵مه) هغه مهال په فراه ولايت کې برمته کړل چې تر هغې څو ساعته مخکې امنيتي ځواکونو په هلمند ولايت کې د يوه پوځي عمليات پر مهال د ملکيانو يوه ۱۲ کسيزه ډله د طالبانو له بند څخه خلاصه کړې وه.
د ولايتي شورا غړو هر يو خير محمد نورزي او دادالله قانع په دې اړه وويل: «دغه ماموران د فراه ښار د مرکز په اړونده سيمه کې هغه مهال چې خپلو دفترونو ته په لاره ول، د وسلوالو له خوا ونيول شول.»
چارواکي وايي چې ګومان کوي نيول شوي کسان به پشت روډ ولسوالۍ ته چې لږ تر لږه پر ۸۰ سلنه برخه يې وسلوال طالبان ولکه لري، ليږدول شوي وي.
ويل شوي چې امنيتي ځواکونو د دغو افرادو د لټون په موخه عمليات په لاره اچولي دي خو تر اوسه يې کومې پايلي معلومې نه دي.
په عين وخت د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايي چې د امنيتي ځواکونو د شپني عملياتو په پایله کې لږ تر لږه ۱۲ تنه ملکيان د طالبانو له يوه زندان څخه خلاص شوي دي.
ځواک د آلمان خبري آژانس ته وويل چې دغه کسان په نهر سراج ولسوالۍ کې د ملي امنيت ادارې ځواکونو په عمليات کې له بنده خوشې شوي دي.
په رپوټ کې راغلي چې طالبانو دغه کسان افغان امنيتي ځواکونو سره د همکارۍ کولو په ګډون، په مختلفونو تورونو بنديان کړي ول. خو د هلمند د والي وياند ونه ويل چې دغه کسان څومره وخت د طالبانو په بند کې ول.
د رپوټ په حواله، افغان ځانګړو ځواکونو په ۲۰۱۸م کال کې د ژغورنې ګڼ شمير عمليات ترسره کړي چې د هغو په پايله کې يې د ښځو او ماشومانو په ګډون په سلونو ملکيان د طالبانو له بنده آزاد کړي دي.
د افغان کومانډو ځواکونو انځورونه، آرشيف:
انځورونه: د افغانستان کوماندو ځواکونه څوک دي؟
د افغانستان د اردو هغه کسان چې ځانګړې وړتیاوې ولري او د سختې پوځي روزنې له بهیر څخه تیر شي، کوماندو یا ځانګړو ځواکونو ته جذبیږي. امریکا متحده ایالات غواړي چې د دغو ځواکونو شمیر دوه برابره کړي. انځور: DW/S. Tanha د افغانستان د اردو کوماندو هغه مخکښ سرتیري دي چې تر مخه په نورو برخو کې فعاله وو او ځانګړي قابلیتونه یې درلودل.
انځور: DW/S. Tanha دغه ځواکونه د تروریزم ضد عملیاتو کې اغیزناک نقش لري او د افغانستان په خطرناکو سیمو کې ضربتي او تاکتیکي عملیات پر لاره اچوي.
انځور: DW/S. Tanha د افغانستان د اردو چارواکي وایي چې ځواکونه یې له خاصو مهارتونو برخمن دي. اوس مهال د ځانګړو عملیاتو لویه برخه دغه ځواکونه پر مخ وړي.
انځور: DW/S. Tanha د افغانستان د چارواکو په وینا یوازې د اردو د کوماندو نهم کنډک، د افغانستان په لویدیځ کې په روان کال کې تر ۲۰۰ پوځي عملیات تر سره کړي دي. څلور عملیات د هیواد په نورو زونونو کې ول او نور بیا د هرات، فراه، غور او بادغیس په ولایتونو کې تر سره شوي دي.
انځور: DW/S. Tanha د افغانستان په لویدیځ کې د کوماندو د دوهمې لوا د نهم کنډک ویاند تورن مجیب الرحمان امیني وایي، چې په دغه حوزه کې د تر سره شوو عملیاتو په پایله کې ۱۸۵ وسلوال طالبان وژل شوي او نور ۲۱۵ تنه ټپیان شوي دي.
انځور: DW/S. Tanha د چارواکو په خبره هر کال د سرتیرو په عملي وړتیا کې ډیر بدلون راغلی چې دغه څه د سرتیرو د انګیزې او مورال پر لوړیدو باندې خاص اغیز لرلی دی.
انځور: DW/S. Tanha د افغان چارواکو په خبره افغان کوماندو ځواکونه د تشکیل، روزنې او تجهیز په برخه کې د ناټو د پریکړنده ملاتړ ځواکونو له لوري حمایه کيږي او همداشان د ځینو عملیاتو په ترڅ کې د هغوی هوایي ملاتړ ډیر اغیزناک ثابت شوی دی.
انځور: DW/S. Tanha د افغانستان په لویدیځ کې د کوماندو د نهم کنډک سرتیري په یوه تعلیمي مرکز کې لیدل کیږي، چې د هرات ښار سویل ته په شل کیلومترۍ کې پروت دی.
انځور: DW/S. Tanha د افغانستان د دفاع وزارت په وروستیو کې اعلان وکړ چې اردو یې داسې عملیات تر سره کوي، چې یوه څلویښت کلنه اردو یې باید وکړي. دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د اردو له جوړیدو یوازې ۱۶ کاله تیریږي.
انځور: DW/S. Tanha د افغانستان د اردو ځانګړو ځواکونو په شپنیو عملیاتو کې هم بریاوې لرلي دي. دغو ځواکونو د یاغیانو له منګولو څو وارې برمته شوي کسان آزاد کړي او د هغوی پټنځایونه یې له منځه وړي دي.
انځور: DW/S. Tanha د افغانستان له پاره د امریکا متحده ایالاتو د نوې ستراتیژۍ له مخې، د دغو ځواکونو یو ماموریت د طالبانو پر مخدره توکو بریدونه دي چې طالبان ترې د خپل جنګي لګښتونو د تأمین له پاره استفاده کوي.
انځور: DW/S. Tanha د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت د تروریزم پر ضد عملیاتو کې په کراتو د افغان ځانګړو او کوماندو ځواکونو وړتیاوې ستایلي دي.
انځور: DW/S. Tanha ځانګړي ځواکونه د تصفوي عملیاتو، کورونو د تلاشي او د ترهګرو ډلو د ځپلو په برخه کې ځانګړې روزنې ترلاسه کوي.
انځور: DW/S. Tanha M4 نومې امریکایي وسلې پرمختللي دوربین لرونکي پوڅي تجهیزات دي چې په تیر نزدې وخت کې د ناټو ځواکونو له لوري افغان کوماندو ځواکونو ته ورکړل شوي دي. د افغانستان کوماندو ځواکونه قسما د ناټو ځواکونو په وسلو او تجهیزاتو سمبال دي.
انځور: DW/S. Tanha په کابل کې تر وروستیو خونړیو بریدونو وروسته د افغانستان ولسمشر ویلي دي چې له طالبانو به یې هغې غچ واخلي. د متحده ایالاتو ولسمشر هم ویلي چې له طالبانو سره خبرې نه کوي او د یاغیانو پر سرکوبولو یې ټینګار کړی دی. په دې ترتیب د افغانستان کوماندو ځواکونو د شپنیو عملیاتو له پاره خپل چمتووالی ډیر کړی دی. لیکوال، انځورونه: شعیب تنها
انځور: DW/S. Tanha