1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو دوه بهرني خبریالان تر توقیف وروسته بیرته خوشې کړل

۱۴۰۰ بهمن ۲۳, شنبه

طالبانو دوه بهرني ژورنالیستان چې په افغانستان کې يې د ملګرو ملتونو سازمان د مهاجرت څانګې او نورو خیریه سازمانونو سره کار کاوه د جمعې په ورځ تر نیولو وروسته، خوشي کړل. دوی په کابل کې نيول شوي ول.

Taliban control at checkpoints in Kabul
انځور: Haroon Sabawoon/AA/picture alliance

د اسوشتيد پریس په حواله UNHCR يعنې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې وویل چې طالبانو دغه دوه بهرني ژورنالیستان څو ساعته وروسته له هغې چې د هغوی د نیولو خبر خپور شو، بیرته آزاد کړل.

د طالبانو د حکومت ویاند، ذبیح الله مجاهد پر ټويټر ويلي دي چې دغه بهرني اتباع له دې امله چې «پيژند پاڼې، جوازنامې او لازم اسناد يې نه درلودل، توقیف شوي وو.»

مجاهد زیاته کړې چې د توقیف پر وخت هغوی په «ښه حالت او له خپلو کورنیو سره په اړیکه کې وو». هغه دغه راز ويلي چې دغه بهرني اتباع چې ځانونه يې یوې نړيوالې موسسې ته منسوبول، د هویت د تثبیت او له «مسئولې مرجع څخه تر اطمینان وروسته بیرته خوشي شول.»

په دغو بهرنيو اتباعو کې يو یې بریتانوی پخوانی ژورنالیست، اندریو نارت دی چې تر ډیره يې په افغانستان کې کار کړی دی. د نوموړي مېرمن، انتالیا انتیلاوا، وار د مخه پر ټويټر له طالبانو څخه د خپل خاوند د خوشې کولو غوښتنه کړې وه.

انتیلاوا ليکلي وو: «اندریو په کابل کې له يو ان ایچ سي آر سره کار کاوه او هڅه یې دا وه چې افغانانو سره مرسته وکړي.» هغې زیاته کړې وه چې دوی د اندریو د وضعیت په اړه سخت انديښمن دي.

د ژورنالیستانو د مصئونیت کميټې هم د دغو ژورنالیستانو نیونه غندلې وه او د هغوی د سملاسي آزادولو غوښتنه يې کړې وه.

دغې کميټې په يوې اعلاميه کې ويلي دي: «طالبان باید اندریو نات او ټول ژورنالیستان چې د خپلو دندو په سر نيول شوي دي، فوراً آزاد کړي.» اعلاميه کې یادونه شوې چې دغه کسان د سه شنبې په ورځ نيول شوي ول.

په نیویارک کې د دغې کميټې يوه همغږي کوونکي ستیف بولتر هم په کابل کې د دغو بهرنيو ژورنالیستانو پر نیولو غبرګون ښکاره کړی وو او دا يې د طالبانو په حاکمیت کې د رسنيو د آزادۍ محدودول او پر ژورنالیستانو د حملو زیاتول ښودلي دي.