طالبانو د آلمان او اروپايي ټولنې له استازو سره لیدلي
۱۳۹۸ آذر ۷, پنجشنبهپه قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین، د چهارشنبې په ورځ د ټویټر په یوه پیغام کې لیکلي دي چې د دې ډلې د دفتر د مرستیال عباس ستانکزي، په مشرۍ یوه پلاوي «د افغانستان له پاره د اروپایي ټولنې له ځانګړي استازي رولاند کوبیا او د آلمان د ځانګړي استازي مارکووس پوتڅل، سره لیدلي دي.
دغه لیدنې په ترتیب سره د چهارشنبې او سه شنبې په ورځو ترسره شوې دي. د شاهین د چهارشنبې ورځې په تویت کې راغلي دي: «د افغانستان د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مرستیال محترم عباس ستانکزي او ورسره مل هئیت یې نن د افغانستان له پاره د اروپايي اتحادیې له خاص استازي رولانډ کوبیا او پرون یې د آلمان له خاص استازي مارکس پوتڅل سره په دوحه کې ولیدل.»
طالبان د ځان له پاره د «اسلامي امارت» عبارت کاروي چې د نړیوالې ټولنې او افغان حکومت له خوا په رسمیت نه دی پیژندل شوی. تر دې مخکې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره د طالبانو د یوه پلاوې د لیدنو په اړه هم خبرونه خپاره شوي وو.
طالبان په داسې حال کې له دې بهرنیو چارواکو سره ویني چې له امریکا متحده ایالاتو سره یې د سولې خبرې چې په سپتمبر میاشت کې درول شوې وې، لا هم په رسمي توګه له سره نه دي پیل شوي.