1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو د اختر په مناسبت ۲۴۶۱بندیان آزاد کړي

شعیب تنها شکران
۱۴۰۲ فروردین ۳۱, پنجشنبه

د طالبانو ستري محکمې ويلي دي چې د روژې میاشتي او کوچني اختر د رارسیدو په مناسبت يې ۲ زره او ۴۶۱بندیان د ټول افغانستان په کچه له بنده ازاد کړي دي.

Afghanistan  Taliban Gefängnis
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gul

د یادي ادارې د خپرې سوي اعلاميې پر بنسټ د یادو زندانیانو ترڅنګ د ۴۷۱ نورو بندیانو د بند په موده کي يې کمښت راوستلی دی. 
ستري محکمې ويلي دي چي دغه بندیان يې د طالبانو د مشر ملا هيبت الله اخوند زاده د فرمان له مخي او د قاضي القضات د حکم پر اسا د کوچني اختر د رارسیدو له امله ازاد کړي دي.

اړوند:  پاکستان کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲۰۰ افغانان بندیان دي
همدارنګه په اعلامیه کي ویل سوي دي چي تر دې وړاندي يې یوه کاري ډله ګومارلې وه، ترڅو د بندیانو څېړنه وکړي او د خوشي کیدولو مستحق کسان ورپه ګوته کړي. 
اعلامیه زیاتوي، له غور او څېړنو وروسته ۲۴۶۰ بندیان د ټول هیواد په کچه له بېلا بيلو زندانونو څخه ازاد او د ۴۷۱ نورو بندیانو د بند په موده کي کمښت راغلی دی.
ځيني ازاد کړل سوي بندیان د خپلو دوسيې د څېړولو پرمهال د طالبانو د زندان د مسؤلینو له ناغیړیو څخه یادونه کوي. 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل