تروريزم
طالبانو د افغانستان په شمال کې یوه پوځي قرارګاه نیولې
۱۳۹۷ مرداد ۲۳, سهشنبهاعلان
د فاریاب سیمه ایزو چارواکو د سه شنبې په ورځ (د اګست میاشتې ۱۴ نیټه) وویلي چې په دې پيښه کې لږ تر لږه ۱۰ تنه افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي او ۱۵ نور بیا ټپیان دي. زیاته شوې ده چې طالبانو په لسګونه نور افغان امنیتي ځواکونه له ځان سره بیولې دي.
بریدګرو د «کمپ چینایي ها» په نوم پر پوځي قرارګاه برید کړی او پر ټانکونو سربیره یې د افغان امنیتي ځواکونو یو شمیر وسلې او مهمات هم نيولي دي.
د فاریاب ولایت د ویاند په حواله طالبان اوس هم د دغې پوځي ساحې یوه لویه برخه په خپل کنترول کې لري. د یوه بل حکومتي چارواکي په حواله طالبانو له ځان سره ۴۰ تنه سرتیري وړي دي. په دې جګړه کې همدارنګه ۳۰ تنه طالب جنګیالي هم وژل شوي دي.