1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو د بامیان جست او د پنجشیر زمرد خرڅلاو ته وړاندي کړي

۱۴۰۲ مهر ۲۷, پنجشنبه

د طالبانو ادارې د کانونو او پټرولیم وزارت اعلان کړی دی چې د بامیان د ګندي کوټل ۲۰ زره ټنه د جستو کان او د پنجشیر ولایت یوه اندازه زمرد ېې د خرڅلاو په موخه دوطلبۍ ته وړاندې کړي.

د بامیانو د بودا انځور
د بامیانو د بودا انځورانځور: Ali Khara/REUTERS

د طالبانو ادارې د کانونو او پټرولیم وزارت اعلان کړی دی چې د بامیان د ګندي کوټل ۲۰ زره ټنه د جستو کان او د پنجشیر ولایت یوه اندازه زمرد ېې د خرڅلاو په موخه دوطلبۍ ته وړاندې کړي. په ورته وخت کې طالبانو په کندهار ولایت کې ۶۰۰ ټنه سرپ او جست پلورلي دي.

په وروستیو کې طالبانو د افغانستان له کانونو څخه سلګونه ټنه معدنیات لکه اوسپنه، جست او ګران بیه ډبري د پلور په موخه خرڅلاو ته وړاندې کړې دي.د طالبانو د کانونو او پطرولیم وزارت وايي چې دا بهیر دوام لري.

په ورستیو کې د طالبانو د کانونو او پطرولیم وزارت د بامیان ولایت د ګندي کوتل د جستو ۲۰ زره ټنه کان داوطلبۍ ته وړاندي کړی. یاد وزارت له نوماندانو غوښتي چې تر راتلونکو شلو ورځو پورې خپل غوښتنلیکونه ور وسپاري.

دغه وزارت نن پنجشنبه اعلان وکړ، چې د کندهار ولایت د بي بي ګوهر او زاهدان سیمو ۶۰۰ ټنه سرپ او جست هم د داوطلبۍ له لارې پلورل شوې دي.

یاد وزارت ویلې دي چې دغه سرپ او جست چې د خرڅلاو له پاره داوطلبۍ ته وړاندي شوې وه د کانونو وزارت د سرپرست شهاب الدین دلاور په ګډون په یو لړ مراسمو کې پلورل شوي دي.

د دغه وزارت د معلوماتو پر بنسټ، په یاده داوطلبۍ کې دوه کسان بريالي شوي دي چې د بي بي ګوهر سیمي هر ټن سرپ او جست ېې په ۴۵۵ ډالره او د زاهدان سیمي هر ټن سرپ او جست ېې په ٦٠٠ ډالرو اخیستي.

په ورته وخت کې د افغانستان د کانونو او پطرولیم وزارت نن پنجشنبه وویل چې په پنجشیر ولایت کې څلور کان کیندونکي خپل استخراج کړې زمرد پلوري.

یاد وزارت د دغو زمردو د اندازې په اړه څه نه دې ویلې خو له داوطلبانو یې غوښتي چې د راتلونکې سې شنبې په ورځ د داوطلبۍ په مراسمو کې ګډون وکړي.

که څه هم يوه هيواد هم د طالبانو حکومت تر اوسه په رسمیت نه دی پیژندلی، خو دوی په ورستیو کې د افغانستان د اوو سترو کانونو د استخراج تړون له څو افغان او بهرنیو ګډو شرکتونو سره لاسلیک کړی دی.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل