طالبانو د بين الافغاني مذاکراتو له پاره پلاوی ټاکلی
۱۳۹۹ شهریور ۳, دوشنبه![Russland Vertreter der Taliban in Moskau](https://static.dw.com/image/46780615_800.webp)
د طالبانو يوه استازي ويلي دي چې مولوي هيبت الله اخوندزاده په خپل لاس يوه شل کسیز پلاوی غوره کړی دی. د دې مذاکراتي ډلې ديارلس غړي د طالبانو له مشترتابه شورا څخه دي چې دا د دې شورا کابو نيمايي غړي کيږي.
د طالبانو د مذاکراتي ټيم يوه غړي شير محمد عباس ستانکزي د فرانسې خبري آژانس ته وويل چې دغه مذاکراتي هيئت به د اجندا ټاکلو، د تگلارې په اړه د پريکړې او آن په کابل کې د افغان حکومت له سياسي مشرانو سره د هوکړه ليک د امضاء کولو صلاحيت ولري.
ستانکزي زياته کړه: «دا يو باصلاحيته پلاوی دی.... د تصميم نيولو ټول واک له مذاکراتي ډلې سره دی.»
ملا عبدالغني برادر چې له امريکا سره یې د فيبرورۍ پر ۲۹ نېټه د سولې تړون لاسليک کړی وو، په قطر کې به د طالبانو د سياسي دفتر د مشر په توگه پر خپل مقام پاته وي او د دې مذاکراتي پلاوي مشري به وکړي.
بين الافغاني خبرې اترې چې د فيبروۍ د دغه تړون په نتيجه کې رامنځته کيږي، په اصل کې د اگست پر ۲۰ نیټه یې د پېليدو تمه کیدله خو تر اوسه لا د ځنډ ښکار دي.
دا مذاکرات به ښايي د افغانستان د راتلونکي له پاره يوه تگلاره وټاکي. په دې تگلاره کې دايمي اوربند، د ښځو او اقليتونو د حقونو خونديتوب، په اساسي قانون کې تغيرات او د په زرونو طالب جنگيالو او نورو وسله والو د برخه ليک په اړه تصميم نیول شامل دي.
عباس ستانکزي د مذاکراتو په اړه وويل: «موږ په نزدې راتلونکي کې خبرو اترو ته چمتو يوو. اوس مو له امريکا څخه غوښتنه کړې چې مخالف لوری د بهانو ختمولو او ژر تر ژره د [طالب] بنديانو آزادولو ته اماده ورکړي او د خبرو اترو ميز ته راشي.»
پاکستان ته د ملا برادر سفر
په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر مشر ملا غني برادر د يکشنبې په ورځ (د اگست ۲۳ نيټه) له دوحې څخه پاکستان ته سفر کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې همدا څو ورځې تر مخه د پاکستان حکومت پر طالبانو، حقاني شبکې او يو شمیر نورو وسله والو ډلو لگيدلي بندیزونه وغځول.
په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين د تويتر له لارې ويلي چې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ دغه پلاوی به د پاکستان له لوړ پوړو چارواکو سره خبرې اترې وکړي. خو په سملاسي توگه لا دا روښانه نه ده چې ملا برادر به له چا سره او په کومه موخه وگوري.