1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالب ویاند: د پروان پيښه طالبانو سره هيڅ تړاو نه لري

۱۳۹۹ فروردین ۲۹, جمعه

د پروان د ولایت مقام وايي چې نا پیژنده وسلوال د پنجشنبې ورځې په ماښام، د بګرام هوايي ډګر ته نژدې شپږ کسان په ډزو ووژل او درې نور يې ټپيان کړل. د طالبانو يوه وياند ويلي دي چې دغه حمله په دوی پورې تړاو نه لري.

Parwan Detention Center in Bagram, Afghanistan
انځور: picture-alliance/dpa

د اسوشتيد پريس خبري آژانس په حواله، د پروان د والي وياند وحيد شاکر د جمعې په وويل چې د بګرام په هوايي اډه کې د امريکايي ځواکونو د پوځي مرکز اړوند ۶ تنه افغان کارکونکي وژل شوي او درې نور ټپيان دي. د هغه په خبره دغه کسان د پنجشنبې ورځې په ماښام خپلو کورونو ته پر لاره ول چې د يوه کس له خوا چې پر موټرسايکل سپور وو، پرې ډزې وشوې.

د شاکر په خبره دغه برید په بګرام کې د امريکايي ځواکونو له پوځي اډې څخه شاوخوا ۵۰۰ متره لرې شوی دی. هغه وویل وسلوال کس تښتيدلی دی او امنيتي ځواکونو د هغه د پيژندنې او نيولو په موخه هڅې پيل کړي دي.

د رويټرز په حواله، طالب ویاند ذبيح الله مجاهد ويلي دي چې طالبان له دغې حملې سره هيڅ تړاو نه لري. دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي دولت يا داعش ډلې ته وفاداره کسان په دغې سيمه کې فعال دي. دغې ډلې د اپريل مياشتې په ۹مه نيټه، له يوه موټر څخه د بګرام پر هوايې اډې د پنځو توغنديو د توغولو مسئوليت په غاړه اخيستی وو. دغو توغنديو کومه مرګ ژوبله نه وه اړولې.

د پروان د والي وياند د وژل شوو کسانو په اړه وويل چې هغوی د امريکايي ځواکونو په پوځي اډه کې د پاکۍ او صفاکارۍ په برخه کې کار کاوه. دغه پيښه په داسې وخت کې شوې چې افغان حکومت او طالبان د يو بل د بندیانو د تبادلې بهير عملاً مخته وړي. د بنديانو تبادله د امريکا متحده ايالاتو او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې يوه برخه ده. دغه هوکړه د روان کال د فبرورۍ مياشتې په ۲۹مه د قطر هيواد په دوحه کې د طالبانو او امریکايي چارواکو ترمنځ لاسليک شوه. 

د يادې هوکړې له مخې افغان حکومت به ۵۰۰۰ طالب بنديان له بنده آزادوي چې په بدل کې به يې طالب لوری د افغان حکومت پورې منسوب ۱۰۰۰ تنه بنديان له خپلو زندانونو آزادوي. دغه بهير به بين الافغاني خبرو ته لار هواره کړي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل