1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو د بلخ پر زاري ولسوالۍ برید کړی

۱۳۹۸ اسفند ۳, شنبه

د بلخ چارواکي وايي چې طالبانو تيره شپه د تاوتريخوالي د کميدو د پيل په لومړيو ساعتونو کې پر زاري ولسوالۍ تهاجمي بريد کړی. د والي وياند منير فرهاد د دغه خبر په تائیدولو وويل چې په دغه بريد کې دواړو لورو ته تلفات اوښتي دي.

Afghanistan Kampf gegen Taliban Mohammad Nabi
آرشيفانځور: DW/M. Wafayee

د بلخ د والي وياند منير فرهاد د شنبې په ورځ (د فبرورۍ ۲۲مه) دویچه ويله ته وويل چې طالبانو تيره شپه شاوخوا دوه نيمې بجې له درو استقامتونو د دغه ولايت پر زاري ولسوالۍ مرکز باندې بريدونه وکړل چې په ترڅ کې يې دوه امنيتي ځواکونه وژل شوي دي.

د طالبانو دغه بريد په داسې وخت کې کيږي چې تيره شپه په سيميز وخت د شپې دولس بجې د طالبانو او امريکا تر منځ د شوي توافق له مخې د تاوتريخوالو کمښت پیل شوی دی.

فرهاد په دې برخه کې وويل: «کيدای شي طالبانو دغه بريد د [تاوتريخوالي د کمښت] له موضوع څخه د بې خبرۍ له وجې کړی وي.»

د بلخ د والي وياند زياته کړه چې په بیګاني بريد کې دوه افغان امنيتي ځواکونه وژل شوي او طالبانو ته هم درانه تلفات اوښتي خو زياته يې کړه چې طالبانو ته اوښتو تلفاتو په اړه کره ارقام په لاس کې نه شته.

د والي وياند زياته کړه:«که طالبان هر مهال بريد کوي افغان امنيتي ځواکونه به دفاع ته چمتو وي خو د اوربند موضوع به تر نهايت حده پورې رعايت کيږي.» 

د بلخ د والي وياند وايي چې طالبانو دغه بريد د زاري ولسوالۍ د مرکز د نيولو په موخه ترسره کړی وو.

د بلخ ولايت پخواني والي عطا محمد نور هم پر خپلې فيسبوک پاڼه پر زاري ولسوالۍ د طالبانو بريد د بيګانۍ شپې بريد څخه يادونه کړې ده.

نور ويلي دي: »سربيره پر دې چې د تاوتريخوالي د کميدو دوره نن شپه ۱۲ بجې پيل شوه، بدبختانه طالبانو د شپې په شاوخوا دوه نيمو بجو پر زاري ولسوالۍ له درو اړخونو بريدونه وکړل.«

نور هيله ښکاره کړې چې طالبان به په دې برخه کې پر خپلې کړې ژمنه باندې عمل وکړي. 

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي د کمښت په لومړیو شیبو کې دی. ملګرو ملتونو ویلي چې په تیر ۲۰۱۹م کال کې د افغانستان په جګړه کې له ۱۰ زرو ډیرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. حکومتي چارواکي وايي چې طالبانو همداراز په اروزګان او پکتيا ولايتونو کې ورته بريدونه کړي دي، خو د کره تلفاتو په اړه يې تر اوسه پورې معلومات نشته.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل