1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو د جمعې لمانځه له پاره واحده خطبه ترتيب کړې

۱۴۰۱ آبان ۲۹, یکشنبه

د طالبانو د حج او اوقافو وزارت د افغانستان د ټولو مسجدونو امامانو له پاره یوه واحده خطبه ترتیب او الزامي ګرځولې ده. په دغه خطبه کې د طالبانو د مشر ملا هبت الله نوم اخیستل شوی دی.

د آرشیف انځور - د کابل ښار په عبدالرحمن مسجد امام د جمعې لمانځه د خطبې ويلو یا لمونځ کونکو ته د وینا پر مهال چې وسلوال ساتونکي هم په کې ولاړ دي
د آرشیف انځور - د کابل ښار په عبدالرحمن مسجد امام د جمعې لمانځه د خطبې ويلو یا لمونځ کونکو ته د وینا پر مهال چې وسلوال ساتونکي هم په کې ولاړ ديانځور: Hoshang Hashimi/AFP

په دې هکله د طالبانو د حج او اوقافو وزارت په اعلاميه کې ټينګار شوی چې د اصحابو کرامو په دوره کې هم سلطان او حاکم ته دعاوې کېدلې. په اعلامیه کې ځینو دلایلو ته اشاره شوې چې د هغو دلایلو پر اساس د شاهي حکومت پر وخت ظاهرشاه ته هم د جمعې لمانځه په خطبه کې دعا کېدله.

اوس د طالبانو د حج او اوقافو وزارت تازه د مسجدونو د ملا امامانو له پاره یوه واحده خطبه ترتيب کړې چې د دغې ډلې د مشرتابه له خوا هم تصویب شوې ده.

د ملا هبت الله وروستي فرمان ته غبرګونونه

په دغه خطبه کې د طالبانو مشر، ملا هبت الله آخوندزاده له پاره دعا کول مستحب ويل شوې او د آخوندزاده نوم په خطبه کې راوستل شوی دی.

په دې اړه د یاد وزارت د اعلاميې په یوه برخه کې راغلي دي: «د جمعې خطبه خپل آداب او مستحبات لري او له مستحباتو څخه یې یو مستحب د وخت امیر او حاکم ته د خیر او صلاح، په شريعت باندې د استقامت او پر دښمنانو د بري دعاء کول دي.»

هبت الله اخوند زاده: د هيچا فرمايش نه منم

په اعلامیه کې همدارنګه یادونه شوې چې په افغانستان کې د طالبانو د لومړنۍ واکمنۍ پر وخت هم د جمعې لمانځه په خطبو کې د طالبانو پخواني مشر، ملا محمد عمر ته دعا ويل کېده.

په همدې منظور، دغه وزارت د افغانستان ټولو مسجدونو ته یوه واحده خطبه جوړه او الزامي کړې ده.

د طالبانو د مشر د «حدود او قصاص» د حکم په اړه غبرګونونه

د اعلاميې په يوه بله برخه کې راغلي دي چې له همدې کبله «د هيواد پر ټولو امامانو او خطيبانو لازمه ده، چې د جمعې په ورځ د همدغې خطبې په ویلو سره د خپل اتفاق او يووالي څرګندونه وکړي.»

د طالبانو مشر د ځمکو د غصب د مخنیوي له پاره فرمان صادر کړی

د رپوټونو پر اساس، د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له خوا د دغې واحدې خطبې تر جوړېدو مخکې، طالب قوماندانانو په اکثرو ولایتونو کې ملاامامانو ته سپارښتنه کوله تر څو د جمعې لمانځه په خطبو کې د دوی د مشر ملا هبت الله آخوندزاده نوم واخلي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل