1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو د داعش د يوه لوړپوړي قومندان د وژلو ادعا کړې

۱۴۰۱ اسفند ۹, سه‌شنبه

طالبانو ويلي دي چې په کابل کې یې د داعش يو لوړپوړی سيمه ایز قومندان چې هلته يې پر ديپلوماتيکی استازوليو احتمالي بريدونه پلان کړي ول، وژلی دی. ملګرو ملتونو هم د قاري فاتح په نامه دغه کس د داعش ډلې سيمه ایز مشر بللی وو.

آرشيف انځور: د کابل په شهرنو کې د داعش بريد
آرشيف انځور: د کابل په شهرنو کې د داعش بريدانځور: Wakil Kohsar/AFP

د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد د دوشنبې په ورځ د يوې اعلامیې په خپرولو سره وويل چې ځواکونو یې قاري فاتح چې د «اسلامي دولت» ډلې د سيمه ایزې څانګې د «استخباراتو او عملياتو مشر» يې يکشنبه د شپې په کابل کې د عملیاتو په ترڅ کې وژلی دی.

مجاهد وويل چې فاتح «په کابل کې پر ديپلوماتیکي استازوليو، جوماتونو او نورو هدفونو وروستي بريدونه په مستقيم ډول طراحي کړي ول.»

د اعلامیې په حواله په دې عملياتو کې چې د کابل په خیرخانه سيمه کې ترسره شوي ول، د داعش يو بل غړی هم وژل شوی دی. د سيمې اوسيدونکو هم يکشنبه شپه د فایرونو رپوټونه ورکړي ول.

اړونده موضوع:طالبان وايي په کابل کې يې د داعش غړي وژلي دي

طالب چارواکو د دوو جسدونو انځورونه هم خپاره کړي دي چې په خرابيو کې پراته دي.

د ملګرو ملتونو امنيت شورا د ۲۰۲۲م کال د جولای مياشتي په يوه رپوټ کې فاتح د داعش يو مهم مشر ياد شوی وو او پر نوموړي په هند، ايران او منځنۍ آسيا کې د بريدونو د پلانولو تور لګول شوی وو.

په افغانستان کې د طالبانو بيا واک ته له رسېدو سره سم تاوتريخوالی په دراماتيکه توګه راکم شو خو په تېر ميلادي کال کې امنيتي وضعيت تر یو شمیر خونړيو بريدونو وروسته خراب شو چې پړه يې د داعش سيمه ایزې څانګې پر غاړه درلودله.

اړونده موضوع:داعش ډله طالبانو ته څومره ګواښ ده؟

داعش ډله د طالبانو د واکمنۍ له پاره په يوه ستر امنيتي چيلینج بدله شوې ده او پر بهرنيانو، مذهبي اقليتونو او حکومتي تاسيساتو بريدونه کوي.

داعش ډلې په دسمبر میاشت کې په کابل کې په يوه هوټل کې د فایرونو پړه هم منلې وه چې پنځه چينايي وګړي پکې ټپيان شوي ول.

په همدې دسمبر میاشت کې دې ډلې په کابل کې د پاکستان پر سفارت بريد وکړ. د پاکستان حکومت دا بريد د خپل سفير د «وژلو هڅه» وبلله. همدا راز په جنورۍ میاشت کې دې ډلې بيا په کابل کې د بهرنيو چارو وزارت ته څېرمه د ځانمرګي بريد پړه هم ومنله چې ۱۰ کسان پکې ووژل شول.

اړونده موضوع:داعش په کابل کي د پاکستان پر سفارت د بريد مسئوليت منلی

د روسیې سفارت پر عملې د ځانمرګي بريد پړه هم داعش پر غاړه اخيستې وه. ياد بريد په سپتمبر مياشت کې د روسیې سفارت ودانۍ دباندې شوی وو.

همدا شان په کابل کې د ۲۰۲۲م کال د سپتمبر میاشتې د بريد پړه هم طالبانو پر داعش ور اچولې وه چې د ۵۱ نجونو او ښځو په ګډون پکې ۵۴ کسان ووژل شول.

ب. ص/ ن. ز (AFP)

زموږ له آر شيف څخه:

په افغانستان کې پر شعیه مذهبو خونړي بریدونو څوک کوي؟

28:30

This browser does not support the video element.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب