طالبانو د درقد ولسوالي نیولې ده
۱۳۹۴ آبان ۶, چهارشنبهد رویټرز خبري آژانس د افغان چارواکو له قوله لیکلي دي چې طالب جنگیالیو د چهارشنبې په سهار وختي د تخار ولایت د درقد ولسوالي نیولې ده. دغه سیمه له تاجکستان سره پولې ته څیرمه پرته ده.
د درقد سیمه یو له هغو ځایونو څخه ده چې د دوشنبې په ورځ د رامنځ ته شوې زلزلې له کبله په زیاته اندازه د زیانونو په هلکه رپوټ نه دی ورکړل شوي.
ياد خبري آژانس د تخار ولایت د پولیسو ویاند عبدالخلیل اسیر، له قوله لیکلي دي چې امنیتي ځواکونه تر شپږ ساعته جگړې وروسته له دغې ولسوالۍ څخه راوتلي دي.
هغه د مرگ ژوبلې په هکله هیڅ معلومات نه دي ورکړي خو د طالبانو ویاند په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي دي چې ۱۲ عسکر وژل شوي او یو شمیر نور ټپیان شوي دي. د هغه په خبره دوه طالبان هم وژل شوي او نور درې ټپیان دي.
طالبانو د سه شنبې په ورځ ویلي ول چې مرستندویه سازمانونه کولای شي د زلزلې قربانیانو ته مرستې ورسوي، خو د جگړې دوام د مرستو پر مهال د هغوی د خونديتوب په هکله لویه پوښتنه راپورته کړې ده.
د زلزلې قربانیان له ستونزو سره مخامخ دي
د زلزلې د رامنځ ته کیدو له کبله په زرونو کسان له سړې هوا سره مخامخ دي او بیړنیو سرپناوو او روغتیایي مرستو ته اړتیا لري.
همداشان د ځمکې ښویدنې له کبله په ډيرو سیمو کې چې زلزلې پکښې زیانونه اړولې دي لارې بندې شوي او ارتباطي نظام یې له خنډ سره مخامخ کړی دی.
د افغان چارواکو په وینا دوې عمومي لاري چې د تخار ولایت مرکز تالقان له کندز سره نښلوي او همداشان د جلا آباد او کابل تر منځ لویه لاره بیرته پرانیستل شوي دي.