1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو د دولسم ټولګيو له نجونو ازموینه واخېسته

۱۴۰۱ آذر ۱۶, چهارشنبه

د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت نن په ټول افغانستان کې د دولسم ټولګیو نجونو له ښوونځي څخه د فراغت ازموینه واخېسته.

Afghanistan Uni Herat Studentinnen demonstrieren für Bildung
انځور: MOHSEN KARIMI/AFP

د پوهنې وزارت وایي چې دې ازموینې ۷ ساعته دوام وکړ او د شاوخوا ۱۷ مضامینو ازموینه په یوه ورځ په ۳ ساعتونو کې واخېستل شوه. د دوی په خبره چې د دې ازموینې د مثبتو پایلو لرونکې زده کوونکې به فارغې او پوهنتون ته لاره پیدا کولی شي.

د دغه وزارت په وینا، د دغي ازموینې دویم ځل ورکولو چانس نه شته او هغه زده کوونکې به ترې محرومېږي چې نن نه دي ورغلي. که څه هم د طالبانو دې پرېکړې د خلکو غبرګونونه راپارولي وه چې په یوه ورځ د ۱۷ مضامینو ازموینه د امکان وړ نه ده، خو د یو شمېر نجونو په خبره چې ګڼې نجونې ښوونځیو ته تللې وي، ځکه بله هیله نه وه ورپاتې.

یو شمېر کورنۍ هم له دې پرېکړې خوښې ښکاري چې د لورانو سرنوشت یې معلوم شو خو دا چې له ۶ تر ۱۱  ټولګي د پاتې نجونو سرنوشت به څنګه کېږي، دا هغه پوښتنه ده چې هېڅوک یې ځواب نه لري.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل