1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو د دوو ښځو په گډون څلور تنه په درو ووهل

پروانه علی زاده | ژباړونکې: گل غوټۍ پوپل
۱۴۰۴ آذر ۵, چهارشنبه

د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی دی چې د بلخ په ولایت کې یې د دوو ښځو په گډون، څلور تنه په عام محضر کې په درو ووهل. د طالبانو محکمې دغه څلور تنه له۲۰ تر ۳۹ درو سزا باندې محکوم کړي وو.

طالبانو د دوو ښځو په گډون څلور تنه په درو ووهل
آرشیف: په کابل کې طالب جنگیاليانځور: Ebrahim Noroozi/AP Photo/picture alliance

د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی دی چې د بلخ ولایت د ښاري محکمې د پریکړې له مخې د دوو ښځو په گډون څلور تنه په ۲۰ تر ۳۹ درو وهلو باندې محکوم سوي دي. د طالبانو د محکمې  په وینا دغه کسان د « نامشروع اړیکو» په لرلو تورن وو. ددغې محکمې د معلوماتو له مخې نوموړي کسان په عام محضر کې په درو ووهل سول.

اړوند:طالبان په زیاتېدونکې توګه په درو وهلو سزا عملي کوي

د طالبانو محکمې ویلي دي چې دغه پریکړه د هغوی د سترې محکمې له خوا هم تأیید سوې وه.

د بشري حقونو د سازمانونو او ملگرو ملتو له خوا پرانتقادونو سربیره، په افغانستان کې د طالبانود ادارې له خوا په عام محضر کې جسمي سزاگانې تقریباً هره ورځ ادامه لري.

نړیوالې ټولنې او د حقوقي چارو فعالانو مدافع وکیل او قانوني محاکمو ته له لاس رسي پرته، تورنو کسانو ته سزا ورکول تل غندلي دي، خوطالبان دغو انتقادونو ته پام نه کوي او درو وهلو ته ادامه ورکوي.

اړوند:اروپایي اتحادیه: په افغانستان کې په درو د خلکو وهل «غیر انساني» کار دی

طالبانو همدارنگه په ۲۰۲۱ م کال کې واک ته له رسیدو وروسته، په دغه هیواد کې لږترلږه ۱۰ تنه «قصاص» کړي دي.  

د په زرونو زندانیانو آزادي او د بندیگرت د وخت راکمیدل

د طالبانو سترې محکمې د ایکس په شبکې کې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره، ددغه هیواد په زندانونو کې د څه د پاسه ۳۲۰۰ بندیانو له عفو کولو سره خبر ورکړی او زیاته کړې ده چې له ۴۳۰۰ څخه ډېرو نورو کسانو د بندیگرت موده هم راټیټه سوې ده. دغه اقدام پس له هغه سوی چې د طالبانو له بیلابیلو ادارو څخه یوه هیئت، ددغه هیواد له زندانونو څخه لیدنه کړې ده.

د ملگرو ملتونو د سازمان د رپوټ له مخې چې د سپټمبر په میاشت کې خپور سوی دی، په افغانستان کې د زندانیانو شمېر څه د پاسه ۲۹ زرو ته رسیدلی او اکثریت یې نارینه دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب