طالبانو د سرپل ښار نیولی او په کندز ښار کې جګړه ده
۱۴۰۰ مرداد ۱۷, یکشنبه![Afghanistan Symbolbild Vormarsch der Taliban Kunduz](https://static.dw.com/image/58795714_800.webp)
د سرپل د ولایتي شورا غړو اسدالله خرم او محمد نور رحماني وويل چې طالبانو د دغه ولایت مرکز تر دوو ورځو سختو نښتو وروسته ونیوه.
د ولايتي شورا دغو دواړو غړو تائيد کړه چې طالبانو د ولایت مقام او امنیه قوماندانۍ په ګډون د سرپل ښار ټول حکومتي دفترونه او سیمې نيولي دي. دوی وايي چې حکومتي چارواکو يوې پوځې اډې ته پناه وړې چې هغه هم د طالبانو په محاصره کې ده.
د رحماني په خبره چې طالبان پر یاد پوځي مرکز باندې هاوانونه واروي. تر دې يوه ورځ مخکې د شنبې په ورځ د ګاونډي ولایت جوزجان مرکز، شبرغان هم د طالبانو لاس ته ولوید او تر هغې يوه ورځ مخکې بیا طالبانو د افغانستان په سويل لويديځ کې د نيمروز ولایت مرکز، زرنج ښار نيولی وو.
حاضردمه ناتائيد شوي رپوټونه وايي چې په کندز ښار کې هم سخته جګړه روانه ده. د کندز د والي ویاند عصمت مرادي دویچه ویله ته وويل:«کندز ښار کې جګړه روانه ده، ځينې سیمې دولت سره او ځينې مخالفينو سره دي.» په ټولنیزو رسنیو کې ځينې د اورلګيدنې انځورونه خپاره شوي چې ادعا کیږي د کندز ښار اړوند دي.
دا په داسې حال کې ده چې روانه اوونۍ د طالبانو درو لوړپوړو قوماندانو چې نومونه يې نه وو ښودل شوي، رويټرز ته ويلي وو چې د کندز او يا هم د خوست ولایت مرکز تر کندهار، هرات او لښکرګاه ښارونو وروسته د دوی راتلونکي اهداف دي.
طالبانو تر دې مخکې هم د کندز ښار ځينې مرکزې سیمې دوه ځله د لنډ وخت لپاره نیولی وې.