1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو د بودیجې تصویب؛ ۵۰۱ میلیون ډالر کسر بودیجه لري

۱۴۰۱ اردیبهشت ۲۵, یکشنبه

د طالبانو حکومت وايي چې له داخلي عوایدو جوړه د ۱۴۰۱ لمریز کال بودیجه د سرپرستې کابینې له خوا تصویب شوې. د معلوماتو له مخې په بودیجه کې ۴۴ میلیارده افغانۍ کمښت شته خو وايي چې د بودیجې کسر د عوایدو په راټولیدو بشپړیږي.

Afghanistan Wirtschaftskonferenz
انځور: Taliban Prime Minister Media Office/AP Photo/picture alliance

د شنبې په  ورځ (د ۲۰۲۲م کال د مې میاشتې پر ۱۴مه) د طالبانو ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل چې سرپرستې کابینې د ۱۴۰۱ لمریز کال له پاره بودیجه تصویب کړې ده. د معلوماتو له مخې د طالبانو له لوري په اعلان شوې بودیجه کې د ۴۴ میلیارده افغانیو چې شاوخوا ۵۰۱ میلیون ډالر کیږي، کمښت موجود دی. د طالبانو چارواکو د بودیجې د کسر د پوره کولو له پاره د خپلو پروګرامونو په هکله د جزئیاتو له ورکړې پرته ویلي چې غواړي دغه د بودیجې کسر په روان کال کې پوره کړي.

د تیر میلادي کال د اګست میاشتې په نیمايي کې هغه مهال چې د افغانستان جمهوري نظام سقوط شو او طالبان بیا ځلې واک ته ورسیدل، دا د طالبانو له لوري لومړنۍ اعلان شوې کلنۍ بودیجه ده چې پکې عادي او انکشافي بودیجه په نظر کې نیول شوې ده.د طالبانو د رئیس الوزرأ مرستیال عبدالسلام حنفي د بودیجې د اعلان پرمهال وویل چې د حکومتي مصارفو له پاره ۲۳۱،۴ میلیارده افغانۍ په نظر کې نیولي دي چې له دې جملې ۲۰۳ میلیارده افغانۍ عادي بودیجه ده او ۲۷،۹ میلیارده افغانۍ د انکشافي بودیجې له پاره په پام کې نیول شوي دي. طالبانو همدا راز ادعا کړې چې یاده بودیجه په بشپړه توګه له داخلي عوایدو ترتیب شوې ده.

په ورته وخت کې د طالبانو د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل د بودیجې په هکله وویل: «په داخلي عوایدو کې د ګمرکونو، وزارتونو او کانونو عایدات شامل دي.»

طالبان داسې مهال بودیجه اعلانوي چې د دغې ډلې حکومت تر اوسه پورې د سیمې د هیوادونو په شمول د نړۍ هیڅ هیواد په رسمیت نه دی پیژندلی. سربیره پر دې، افغانستان تر سیاسي تحولاتو وروسته له خراب اقتصادي وضعیت، فقر، د بیو لوړوالي او د پیسو له کمښت سره مخامخ دی. د اقتصادي ستونزو سربیره،افغانستان په وروستیو کې له امنیتي پلوه هم تر فشار لاندې وو او نړیواله ټولنه بیا په دې هڅه کې ده چې څرنګه له طالبانو سره د مستقیم تماس پرته بشري مرستې میلیونونو افغانانو ته ورسوي.

انځور: privat

عبدالسلام حنفي همدا راز په خپلو خبرو کې وویل چې  یاده بودیجه چې د راتلونکي میلادي کال تر فبرورۍ میاشتې پورې به ادامه ولري، د کابینې تر تصویب وروسته د طالبانو د مشر هیبت الله اخندزاده له لوري هم تائید شوې او دا چې بودیجه به له داخلي عوایدو تمویل شي. حنفي پرته له دې چې د مصارفو په هکله جزئیات ورکړي وویل چې د انکشافي کارونو له پاره ۲۷،۹ میلیارده افغانۍ بودیجه په نظر کې نیول شوې ده.

حنفي وویل: «موږ تعلیم او تربیې، تخنیکي مهارتونو او لوړو زده کړو ته توجه کړې او ټول تمرکز مو په دې هکله دا دی چې ټولو ته د تعلیم زمینه برابره کړو.« واک ته تر رسیدو وروسته طالبانو پر ښځو ګڼ شمیر محدودیتونه وضع کړل چې له هغه جملې تر ټولو مهم یې د تعلیم محدودیت دی. طالبانو تر اوسه پورې تر شپږم ټولګې پورته نجونو ته د ښونځیو د تګ اجازه نه ده ورکړې چې له کبله یې په داخل او بهر کې پراخ غبرګونونه هم را پاریدلي او پر طالبانو هم فشارونه مخ پر ډیریدو دي.

آ./ا.خ.ح./ا.ا.