طالبانو د ملا برادر د وژل کیدو یا ټپي کیدو اوازې رد کړې
۱۴۰۰ شهریور ۲۲, دوشنبه![Afghanistan | Videostatement der Taliban - Mullah Baradar Akhund soll Taliban leiten](https://static.dw.com/image/59115022_800.webp)
په ټولنیزو رسنیو کې داسې اوازې خپرې شوي چې ګواکې ملا عبدالغني برادر د طالبانو په یوې خپلمنځي نښته کې وژل شوی او یا هم ټپي شوی دی. په دې وروستیو ورځو کې په رسمي ناستو او په عام محضر کې د هغه نه حضور، دغو اوازو ته لا زور ورکړی دی.
خو د طالبانو د سياسي دفتر یوه ویاند، محمد نعیم، د دوشنبې په ورځ پر ټويټر د یوه پيغام په خپرولو سره دغه اوازې رد کړي دي. هغه لیکلي دي: «هغه آوازې چې د محترم ملا برادر آخند په اړه په ځينو رسنيو کې کېږي چې ګواکی څه مشکل پېښ شوی هېڅ حقيقت نه لري.» نعیم زیاته کړې ده چې «دا د دښمن پوچ تبليغات دي.»
تر دې وړاندې په ټولنیزو رسنیو کې داسې آوازې لاس پر لاس کېدې چې ګواکې ملا برادر په ارګ کې د طالبانو د غړو تر منځ د یوې نښتې پر مهال وژل شوی او یا ټپي شوی دی.
محمد نعیم د ملا برادر یو غږيز پيغام هم خپور کړی دی چې هغه پکې دغه اوازې رد کړي دي: «دا کومې رسنۍ چې دي، دا اکثره وخت دغه بیځایه تبلیغات او شرمومونکي درواغ وايي، د دغه په باب باندې په خپل جرائت سره دا خبره ردوم، نه کومه خبره شته نه کوم مشکل.»
طالبانو پر ارګ خپل بیرغ وځړاوه
ملا برادر په دغه غږیز پیغام کې ويلي دي چې هغه په دغه وخت کې په سفر وو او د خپلو ټولو ملګرو سره يې روغ رمټ دی.
ملا عبدالغني برادر په دوحه کې د طالبانو سیاسي دفتر په لاس کې لري او د طالبانو د نوی حکومت په سرپرسته کابینه کې د رئیس الوزرا، ملا محمد حسن آخوند، مرستیال ټاکل شوی دی.