1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو د موسیقۍ غږولو په تور شپږ تنه نیولي دي

۱۴۰۲ شهریور ۱۱, شنبه

د افغانستان د محلي رسنیو د رپوټونو له مخې، طالب چارواکو په بلخ کې شپږ تنه د موسیقۍ غږولو په تور نیولي دي. د دې ولایت ځايي چارواکو د یادو کسانو نیول کیدل تائید کړي دي او وايي چې دوی یې د موسیقۍ د محفل له ځایه نیولي دي.

Afghanistan Musiker
انځور: Bernat Armangue/AP/picture alliance

په افغانستان کې محلي رسنیو خبر ورکړی دی چې په بلخ ولایت کې د طالبانو د امر باالمعروف او نهې عن المنکر ادارې چارواکو شپږ تنه د موسیقۍ غږولو په تور نیولي دي. د طلوع نیوز په نامه رسنۍ په خپل رپوټ کې ویلي چې دغه کسان د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د موسیقۍ غږولو پرمهال نیول شوي دي.

په دې هکله لا نور جزئیات له رسنیو سره نه دي شریک شوي. طالبانو اوسمهال په افغانستان کې پر موسیقۍ بندیز وضع کړی دی او وايي چې موسیقي ځوانان بې لارې کوي. د ۲۰۲۱م کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې تر بیا واکمنیدو وروسته، طالبانو په تلویزیونو او نورو ځایونو کې د موسیقۍ پر غږولو بندیز وضع کړی او متخلفینو ته یې سزاګانې هم ټاکلي دي.

سربیره پر دې، طالبانو د ودونو سالونونو څښتنانو ته هم په ودونو کې د موسیقۍ د نه غږولو سپارښتنه کړې وه. د طالبانو د امر باالمعروف او نهی عن المنکر چارواکو همدا راز په ودونو کې د دوی په خبره د اسلام دین د سپارښتنو خلاف کارونه منع ګرځولي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل