1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ننګرهار: پر واده د طالبانو برید کې دوه کسان وژل شوي

۱۴۰۰ آبان ۸, شنبه

په ننګرهار ولایت کې چارواکي وايي چې د واده په مراسمو کې د موسیقۍ غږولو له کبله د طالبانو په ډزو کې دوه تنه وژل شوي او یو شمیر نور ټپیان دي. دغه پیښه د ننګرهار په سرخ رود ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

 Afghanistan | Taliban in Jalalabad
انځور: Stringer/AA/picture alliance

د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۱م کال د اکتوبر میاشتې پر ۳۰مه) په شرقي ننګرهار ولایت کې سرچینو ویلي چې په دې ولایت کې د واده پر مراسمو باندې د طالبانو په برید کې لږ تر لږه ۲ کسان وژل شوي او شمیر نور بیا ټپیان دي. دغه پیښه پرون د جمعې په ورځ ناوخته د دغه ولایت په سرخ رود ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

د سیمي یوه سپینږیري چې د نوم نه خپریدو په شرط یې خبرې کولې وویل چې په لومړي سر کې طالبانو کلیوالو ته د موسیقۍ غږولو ته اجازه ورکړې وه. د هغه په خبره، وروسته بیا یو شمیر طالبانو د واده پر مراسمو برید وکړ چې په پایله کې یې دوه کسان ووژل شول او لږ تر لږه ۱۰ تنه نور ټپیان شول.

د دې ولایت د روغتیايي چارواکو په خبره، د پیښې په پایله کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او شپږ تنه نور ټپیان بیا ځايي روغتون ته د درملنې له پاره انتقال شوي دي.

په ننګرهار ولایت کې د طالبانو ویاند حنیف ننګرهاري هم د پیښې پخلی کوي خو عاملین یې نامعلوم وسلوال کسان بللي دي. طالبانو د خپلې واکمنۍ په لومړۍ دوره یعنې د ۱۹۹۶ او ۲۰۰۱ کلونو په ترڅ کې په افغانستان کې پر موسیقۍ بندیز وضع کړی وو او دغه کار یې ګناه بلله.

د روان میلادي کال د اګست میاشتې له نیمايي راهیسې، هغه مهال چې د افغانستان پخوانی حکومت وپرځید او طالبان واک ته ورسیدل، له افغانستان څخه ګڼ شمیر هنرمندان او سندرغاړي ووتل. د معلوماتو له مخې یو شمیر نورو افغان سندرغاړو بیا په افغانستان کې خپل هنر ترک کړی او نورو کارونو ته یې مخه کړې ده.

پاکستان ته کډه شوي افغان هنرمندان

05:28

This browser does not support the video element.