طالبانو د ميدان وردک جلریز ولسوالي نيولې ده
۱۴۰۰ اردیبهشت ۳۱, جمعه![Afghanistan Taliban Konflikt](https://static.dw.com/image/52614127_800.webp)
په تیرو څو ورځو کې جلريز د ميدان وردک دويمه ولسوالي ده چې طالبان يې نيسي. د ميدان وردک د ولسي جرګې د غړي محمد سردار بختیاري او خواني سلطاني په خبره طالبانو تر څلورو ورځو جګړو وروسته جلرېز ولسوالي نيولې ده.
د ولسي جرګې د دغو غړيو په خبره په ياده ولسوالۍ کې د افغان امنيتي ځواک ۳۵ غړي مستقر ول چې تر ۴۸ ساعته مقاومت وروسته طالبانو ته تسليم شول.
دې چارواکو وويل چې ملي اردو هڅه وکړه چې د هوا له لارې سيمې ته تازه دمي ځواکونه او اکمالات انتقال کړي خو دا عمليات کامياب نه شول.
تر دې د مخه طالبانو د ميدان وردک د نرخ ولسوالي هم نيولې وه. د دغه ډلې وياند ذبيح الله مجاهد د تويتر له لارې ويلي چې زيات شمیر افغان سرتيري له دوی سره يوځای شوي دي.
جلریز ولسوالي هم د دولت او هم د طالبانو له پاره د اساسي سيمو څخه شميرل کيږي ځکه چې دا يو شمير ولسوالۍ له يو بل سره نښلوي. باميانو ته غځيدلې مرکزي لاره هم له همدې ولسوالۍ تیريږي. چارواکي خبرداری ورکوي چې طالبان به په دې ولسوالۍ کې په حضور سره وتوانيږي شا او خوا پرتې ولسوالۍ هم تهديد او آن ونیسي.
د جلریز د بيرته نيولو عمليات
د افغانستان د ملي دفاع وزارت په جلریز ولسوالۍ کې د طالبانو د په نخښه کولو خبر ورکړی او ويلې یې دي چې لس طالب جنګيالي یې وژلي او نهه يې ټپيان کړي دي. د دې وزارت د اعلامیې پر اساس به دا عمليات له جلریز څخه د طالبانو تر شړلو دوام ولري.
وسله والو طالبانو له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو بهير له پېليدو راهيسې بريدونه زيات کړي دي. د پنجشنبې په ورځ دې ډلې د لغمان دولت شاه ولسوالي هم ونيوله.
ب. ص/ ن. ز (DPA)