يو افغان چارواکي ويلي چي د افغانستان د سويلي ولايت هلمند يوه مهمه ولسوالي د طالبانو لاس ته لوېدلې ده. زياته سوې چي دغه ولسوالي د هغه وروسته د طالبانو لاس ته لويږي چي ورباندي د سختي جګړې له کبله افغان پوليسو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده. د هلمند د ولايتي شورا مرستيال مشر عبدالمجيد اخوندزاده د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۶م کال د جولای ۳۰مه) وويل چي « د خانشين ولسوالي د طالبانو لاس ته لوېدلې ده.» خانشين ولسوالي چي د پاکستان سره ګډ سرحد لري، د تارياکو د کرهڼي او د قاچاق له پاره مهمه ولسوالي بلل کيږي. د هلمند د شورا مرستيال رئيس وويل چي پر دغه ولسوالي د جمعې د ورځي په نښتو کي امنيه قومندان او په همدې ډول د استخباراتي ادارې د څانګي رئيس سخت ژوبل سوي دي. اخوندزاده ويلي چي تر اوسه په دقيقه توګه نه ده څرګنده چي د وژل سوو او ژوبل سوو کسانو شمېر څو دی. د دغه چارواکي په وينا جګړه لا پای ته نه ده رسېدلې او ادامه لري. د خانشين ولسوالي په داسي حال کي د طالبانو لاس ته لويږي چي د افغانستان د بيا رغونې مسؤل چارواکو په يو راپور کي ويلي ول چي افغان ځواکونو د جنورۍ مياشتي راهيسي پنځه سلنه تر خپل کنټرول لاندي سيمه له لاسه ورکړې ده. پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه( 22.06.2015):
ځایي اتل: عبدالغفور شپږ زره ماینونه شنډ کړي
عبدالغفور افغانیار، د افغانستان د پولیسو هغه یو افسر دی چې په پولیسو کې د خپلې دندې له پیل راهیسې یې په ناامنه ولایت هلمند کې شپږ زره ماینونه شنډ کړي دي. تر اته میاشتې دمخه هغه په خالي لاسونو بمونه شنډول. انځور: Police Handout عبدالغفور افغانیار، هغه ځوان دی چې په ۱۳۸۹ لمریز کال کې يې د افغانستان په ملي پولیسو کې دنده پیل کړه.
انځور: Police Handout هغه په لومړي سر کې په پولیسو کې معمولي دنده درلوده او په هلمند ولایت کې یې کار کاوه.
انځور: Police Handout عبدالغفور چې کله په دې پوه شو چې ماینونه او بمونه د ملکي کسانو د سترې مرگ ژوبلې سبب گرځي، نو د چاودیدونکو توکو د شنډولو څانگې ته ورغی.
انځور: Police Handout امریکایي ځانگړو ځواکونو هغه ته په لنډه موده کې روزنه ورکړه او د ماینونو په شنډولو یې پیل وکړ.
انځور: Police Handout عبدالغفور، تر همدا تیرو اتو میاشتو پورې په تشو لاسونو بمونه شنډول. هغه وایي چې یوه ورځ یې آن تر ۴۰۰ ماینونه شنډ کړي دي، چې د طالبانو په یوه ډیپو کې کشف شول.
انځور: Police Handout عبدالغفور له هغه وخته چې د ماینونو د شنډولو په برخه کې په کار پیل کړی دی، په دې توانیدلی دی چې تر شپږو زرو زیات ماینونه، بمونه او چاودیدونکي توکي شنډ کاندي.
انځور: Police Handout د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په وروستیو وختونو کې د هغه کار وستایه او هغه لومړي ساتنمن رتبې ته ترفیع وکړه. په دغه انځور کې عبدالغفور د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د امنیتي معین جنرال محمد ایوب سالنگي سره لیدل کیږي.
انځور: Police Handout د سیمي خلک وایي چې عبدالغفور د چاودیدونکو توکو په شنډولو سره د ډیرو خلکو ژوند ژغورلی دی.
انځور: Police Handout هلمند د افغانستا يو له ناامنو ولايتونو څخه دی چې تل پکښې د یاغیانو له لوري ماینونه ځای پر ځای کیږي. زیاتره وخت ملکي کسان د دغو بمونو قرباني کیږي.
انځور: Police Handout ځایي خلک عبدالغفور د یوه ځایي اتل په توگه پیژني او هغه ته ځانگړي احترام لري.
انځور: Police Handout