1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
د بيان آزاديافغانستان

طالبانو د هلمند په محلي رسنيو کي د ښځو پر غږ بنديز لګولی

شکیلا ابراهیم خیل | شبنم الکوزۍ
۱۴۰۲ مرداد ۲۳, دوشنبه

د افغانستان د ازادو خبريالانو مرکز وایې چې په هلمند کې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د دغه ولايت سيمه ايزو رسنيو ته خبردارى ورکړى چې په هيڅ حالت کې دې د ښځو غږونه نه خپروي.

افغانستان کې پر ښځو لګول شوې بدیزونه ورځ تر بلې ډيریږې
افغانستان کې پر ښځو لګول شوې بدیزونه ورځ تر بلې ډيریږېانځور: Hussein Malla/AP Photo/picture alliance

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په دغه ولایت کې ازادو رسنیو ته خبرداری ورکړی چې په هیڅ صورت کې باید د ښځو غږونه خپاره نه کړي. دغه خبره په هلمند کي ځينو سرچينو دويچه ويله ته تائيد کړې ده.

په ورته وخت کې د طالبانو د ادارې له دوه کلنې واکمنۍ سره سم په هلمند ولایت کې ځینو سرچینو د افغانستان د خبریالانو مرکز ته ویلي دي چې دغه پریکړه د اسد میاشتې له لومړۍ نیټې څخه عملي شوې او په دغه فرمان کې په هر ډول مستقیمو او غیر مستقیمو پروګرامونو کې د ښځو د غږونو پر خپرولو بندیز لګیدلی دی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز  په یوه بیان کې لیکلي دي چې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست ټینګار کړی دی چې سیمه ایزې رسنۍ دې د عامه پوهاوي د هغو پیغامونو له خپرولو ډډه وکړي چې ښځې یې په اړه غږیږي.

دا ډول اعلانونه د نړیوالو بنسټونو او ځینو بهرنیو  رسنیو له خوا چمتو کېږي او د خپرېدو له پاره دغو رسنیو ته ورکول کېږي.

د افغان خبريالانو مرکز وايي، له دې حکم سره سم د هلمند په سيمه ايزو رسنيو کې د بي بي سي ځانګړی پروګرام "درمان" چې د روغتيايي ستونزو او د چاودنو له امله رامنځته کېدونکو خطرونو په اړه معلومات ورکوي، خپرونې بندې شوې دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي دي چې دا ډول اعلانونه په افغانستان کې د نادولتي رسنیو د تمویل اصلي سرچینه ده او د هغې بندېدل به د سیمه ايزو رسنیو د زوال لامل شي.

په افغانستان کې طالبانو په خپلې دوه کلنې واکمنۍ کې د رسنیو د کار د محدودولو له پاره بېلابېل فرمانونه صادر او پلي کړي دي.

په دغو حکمونو کې چې تر ډېره پر بښځو محدودیتونه لګول شوي، په انځور کې د راڅرګندېدو پر مهال د مخ پټول، له نارینه وو سره د مرکو منع کول او له نارینه وو سره په ګډ چاپېریال کې د پروګرامونو پر ترسره کولو بندیز لګول شامل دي.

دغو فرمانونو په دغه هېواد کې د بیان او رسنیو آزادي په جدي توګه محدوده کړې ده. د طالبانو د دوه کلنې واکمنۍ پر مهال ډېرو ښځو خبریالانو کار پرې ایښی او یو شمېر بیا له هېواده وتلي دي.

شبنم الکوزۍ له دویچه ویلې سره په پښتو او دري ژبو د مولټي میدیا خبریالې په توګه کار کوي.@dwalokozai
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل